اخبار ساحوی

باشنده گان مزار شریف در انتخابات آینده دیگر فریب اشخاص زورمند و پولدار را نمی خورند

Published

on

(Last Updated On: عقرب ۳, ۱۴۰۱)

د بلخ ولايت يو شمېر اوسېدونكي وايي، په ولسي جرګه كې د دغه ولايت استازو په تېرو لسو كلونو كې خپل ولايت ته هېڅ د پام وړ خدمت نه دى كړى.

د بلخ د ولايتي شورا رئيس محمد افضل حديد وايي، دا پروګرام د بلخ د ولايتي شورا له خوا پيل شوې او خلكو په ولسي جرګه او ولايتي شورا كې له خپلو استازو په آزاده توګه پوښتنې وكړې.

د مزارشريف اوسېدونكي به په راتلونكو ټاكنو كې نور د زورواكانو او شتمنو له خوا تېر نه ايستل شي. د مزارشريف يو شمېر اوسېدونكو په يوه غونډه كې، چې د ولايتي شورا په نوښت جوړه شوې وه په ولسي جرګه او ولايتي شورا كې د دغه ولايت له استازو پوښتنې وكړې او د دوى پركړنو يې نيوكه وكړه.

دوى وايي په ولسي جرګه كې د دغه ولايت استازو په تېرو لسو كلونو كې د بلخ خلكو ته هېڅ د پام وړ خدمت نه دى كړى.

له بلې خوا په ولسي جرګه كې د بلخ استازي وايي، د خپل وكالت پرمهال يې د قوانينو په تصويب كې د خپلو خلكو ستونزې په پام كې نيولې او هغه يې د دولتي چارواكو ترغوږونو رسولې، خو خلك يې نه مني .

دا په داسې حال كې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاكنو ته اته مياشتې پاتې دي.

د بلخ اوسېدونكي ټينګار كوي، چې په راتلونكو ټاكنو كې بايد له ډېر دقت څخه كار واخلي ترڅو د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لامل شي.

Trending

خروج از نسخه موبایل