اخبار ساحوی

محموله کمک های اضطراری بنیاد بیات به ولایت بامیان رسید

Published

on

(Last Updated On: عقرب ۳, ۱۴۰۱)

باميان د افغانستان يو له محرومو ولايتونو څخه شمېرل كيږي، چې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ورورسيدې، چې زياتره را ستانې شوې او بې ځايه شوې كورنۍ تر پوښښ لاندې نيسي.

د بيات بنياد لوى مشر سناتور انجينر احسان الله بيات د دې مرستو د وېش پر مهال وويل، ټاكل شوې په اتلس ولايتونو كې زياتره اړمن كسان له دا ډول مرستو برخمن شي.

هغه له نورو خيريه بنسټونو هم وغوښتل، چې له اړو خلكو سره مرستې وكړي.

د باميانو د كډوالو رياست سرپرست سيف الله عيار وايي، بيات بنياد د رغاونې او بيا رغاونې تر څنگ د دې ولايت په بېخبنايي برخو كې هم عمده رول لوبولى او د ژمي پر مهال اړ كسان تر پوښښ لاندې نيسي.

د باميانو د كډوالو رياست د پلان مدير علي جان انوري د بيات بنياد مرستې اړو كسانو ته اړينې وبللې او له ملي او نړيوالو بنسټونو يي وغوښتل، چې د بېكارۍ د ستونزې د له منځه وړلو لپاره جدي هڅې وكړي.

بيات بنياد په وروستيو لس كلونو كې د ژمنيو بېړنيو مرستو د پروژې له لارې تر اوسه توانيدلى زرگونه اړې كورنۍ په هېواد كې تر خپل پوښښ لاندې راولي او په كړكېچنو حالاتو لكه د سيلابونو د راوتو او زلزلې پر مهال هم دې بنسټ د ځپل شويو خلكو مرستو ته ور دانگلي دي.

د يادونې وړ ده، چې په دې ولايت كې ستره ستونزه د خلكو بې كاري ده. د دې ولايت مركز باميان ښار اوس هم په ډېر لومړني حالت كې دى او د گرځندوى صنعت هم خلكو ته د عوايدو ښه سرچينه نه ده.

Trending

خروج از نسخه موبایل