1393انتخابات
یوه جینۍ او هلک په ډزو ووژل شول
Last Updated on: عقرب ۳, ۱۴۰۱
يوه جينۍ او هلك، چې په بغلان كې د واده په مقصد له كوره تښتېدلي وو، د نامسئوله وسله والو له خوا په ډزو سره ووژل شول.
دا دوه تنه د بغلان د بنو په ولسوالۍ كې په يوې صحرايي محكمه كې په ډزو سره ووژل شول. د بغلان امنيه قومندان وايي، كوم كس، چې د ډزو امر كړى، د طالبانو له خوا ځان د بنو ولسوال بولي.
د بغلان امنيه قومندان مل پاسوالامین الله امرخیل وايي:
د شفيقې او بهرام په نومونو دغه دوه تنه د خنجان ولسوالۍ اوسېدونكي دي، چې د بنو ولسوالۍ يوه كلي ته د واده كولو په نيت تښتېدلي وو، خو د عبدالرازق افرادو دا كسان په ډزو سره ووژل. عبدالرزاق د طالبانو له خوا ځان د بنو ولسوال بولي.
ښاغلى امرخېل وايي، چې د عبدالرازق افراد له اوږدې مودې را په دېخوا د پوليسو تر تعقيب لاندې دي.