تازه خبرونه

آذربایجان افغانستان ته د  دوه اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۶, ۱۴۰۲)

نن (یکشنبه د کب شپږمه) د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د آذربایجان له سفیر الهام محمدوف سره وکتل.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د آذربایجان د سفیر د څرګندونو له مخې لیکلي، چې هغه د امنیت، اقتصادي پرمختګ او له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت هلې ځلې ستایې او څرګندوي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کوي او له افغانستان سره په فرهنګي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې همکارۍ ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ شېرمحمد عباس ستانکزي په دې کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د متوازنې اقتصادي تګلارې پر لرلو له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي لپاره هم هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ یو اقتصادي پلاوي ترکمنستان ته سفر کړی دی.

Trending

Exit mobile version