Connect with us

سوداگري

آریانا‌افغان او ترکش ایرلاینزهوايي همکاري پراخوي

آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.

خپور شوی

د

د آریانا افغان هوایي شرکت رییس بخت الرحمن شرافت له خپل مل پلاوي سره یوځای د ترکیش ایرلاینز له اجرائیوي رییس بلال إکشي سره د لیدنې پر مهال په هوايي سکټور کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

آریانا هوایي شرکت ويلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ پر پراختیا، مسافرو او باري خدماتو معیاري کولو او د تخنیکي او عملیاتي تجربو تبادلې ټینګار څرګند کړی دی.

د آریانا افغان هوایي کشرکت رییس د ترکیش ایرلاینز له نړیوالو تجربو ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د هوايي ټرافیک، سوداګرۍ او ګرځندوی اړیکو په پیاوړتیا کې د دې شرکت رول مهم وباله.

د ترکیش ایرلاینز اجرائیوي رییس هم د آریانا افغان هوایي شرکت له وروستي پرمختګ ستاینه وکړه او ژمنه وشوه، چې ترکیه په تخنیکي روزنه، رغونه او د هوايي عملیاتو ښه کولو کې ګډې همکارۍ ته چمتو ده.

ویل کیږي، چې دواړو خواوو د هوايي ټرانسپورټ د پیاوړتیا او پراخولو لپاره د ګډو تخنیکي او عملیاتي ډلو پر جوړولو ټینګار کړی دی.

سوداگري

په کابل کې د افغانستان او چین ګډ بازار پرانیستل شو

دې بنسټ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوه‌ویشتمهمه) زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۸ زره چینایي توکي په دې بازار کې د خرڅلاو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې “د افغان چاینا مارکیټ” نومیږي.

Published

on

Last Updated on: مرغومی ۲۳, ۱۴۰۴

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي؛ په کابل کې د افغان او چینایي سوداګرو له‌خوا د افغانستان او چین ګډ بازار پر ګډه پانګونه پرانیستل شو.

دې بنسټ د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوه‌ویشتمهمه) زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۸ زره چینایي توکي په دې بازار کې د خرڅلاو لپاره نندارې ته وړاندې شوي، چې “د افغان چاینا مارکیټ” نومیږي.

د دغې بازار چارواکو ويلي، چې دا توکي پر مناسبه بیه او لوړ کیفیت د خلکو لپاره وړاندې شوي دي.

دوی ټینګار لري، چې د داسې ګډو بازارونو جوړول کولی شي د هېواد په اقتصادي وده، د سوداګریزو اړیکو پراخولو او د بهرنۍ پانګونې په راجلبولو کې مهم رول ولوبوي.

Continue Reading

سوداگري

د سره زرو بیه د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ( د مرغومي دوه‌ویشتمه ) د سرو زرو بیه د لومړي ځل لپاره د هر اونس په بدل کې له ۴۶۰۰ ډالرو واوښته او سپینو زرو هم یو نوی تاریخي ریکارډ ثبت کړ.

دا بدلون د جیوپولیټیکي کړکېچونو له زیاتېدا او د امریکا د مرکزي بانک د رییس جروم پاول او ډونالد ټرمپ ترمنځ د اختلاف له کبله رامنځته شوی دی.

د KCM Trade شرکت د بازار لوړپوړي شنونکي ټیم واټرر ویلي، چې د بېلابېلو عواملو ټولګه؛ د ایران وضعیت، د امریکا د شوني برید شونتیا او د مرکزي بانک د رییس د یوې جنایي قضیې تر تمرکز لاندې راتلل د سرو زرو د بیو د لوړېدا سبب دی.

د بشري حقونو بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د ایران د اعتراضونو، تاوترېخوالي او ناآرامیو له کبله تر دې دمه له ۵۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي.

دغه راز تهران ګواښ کړی، چې که د ټرمپ له‌خوا پر دې هېواد د نوو ګواښونو عملي کېدا پیل شي؛ نو په سیمه کې به د امریکا پوځي اډې پر نښه کړي.

جروم پاول د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې نوموړی د ټرمپ له‌خوا د کانګرس پر وړاندې د شهادت له کبله پر جنایي تعقیب ګواښل شوی دی.

د پاول د څرګندونو له مخې؛ دا هڅه پر مرکزي بانک د نور ډېر فشار لپاره یوه پلمه ده، چې له کبله یې د سود کچه راټیټه د ډالر ارزښت کمزوری شوی دی.

د قیمتي فلزاتو په بازار کې د سپینو زرو بیه ۴.۱ سلنه لوړه شوې او د هر اونس په بدل کې ۸۳.۲۰ ډالرو ته ورسېده. همدارنګه پالاټین ۳.۴ سلنه وده وکړه او پالاډیوم هم په همدې کچه لوړ شو او د هر اونس بیه یې ۱۸۷۷.۹۶ ډالرو ته ورسېده.

Continue Reading

سوداگري

هندي کارپوهانو افغانستان ته پر هوایي صادراتو ټینګار څرګند کړ

په دې غونډه کې د امرتسر هوايي ډګر مشر ویلي، چې تېر کال د همدې هوايي ډګر له لارې یوازې ۹۷۲ ټنه صادرات او ۲۳۶ ټنه واردات شوي، چې دا د هوايي ډګر د ظرفیت پر پرتله ډېر لږ دي.

Published

on

هندي کارپوهانو د امرتسر د سیمه‌ییزې شورا د صنعت په کنفډراسیون کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د سیمې د چټکې اقتصادي ودې لپاره افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو پر هوايي صادراتو ټینګار کړی دی.

په دې غونډه کې د امرتسر هوايي ډګر مشر ویلي، چې تېر کال د همدې هوايي ډګر له لارې یوازې ۹۷۲ ټنه صادرات او ۲۳۶ ټنه واردات شوي، چې دا د هوايي ډګر د ظرفیت پر پرتله ډېر لږ دي.

د متحده عربي اماراتو لپاره د هند پخواني سفیر ناوډیپ سوري د امرتسر- کابل – دوبۍ د سوداګریز دهلېز د جوړولو وړاندیز وکړ او څرګندوي، چې منظمې الوتنې کولی شي سوداګري زیاته کړي.

د کارګو د یوه شرکت مسوولانو ویلي، چې که د ګمرکي چارو بهیر چټک شي او مناسبې الوتنې موجودې وي؛ نو دوی کولی شي هره اوونۍ له ۱۵۰۰ څخه تر ۱۸۰۰ ټنو پورې توکي ولېږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د تېر کال په نومبر کې د هند د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعلان وکړ، چې د هند او افغانستان ترمنځ به د هوايي ټرانسپورټ خدمتونه ډېر ژر بېرته پیل شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!