لوبی

آریاناټلویزیون د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د کرکټ لوبو د ژوندۍ خپرونې حق خپل کړی

Published

on

آریانا ټلویزیون د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ د درې یو ورځنیو او دوه شل اوریزو لوبو لړۍ، چې د چارشنبې له غرمې مخکې  پیل شوې؛ د ژوندۍ خپرونې حق ترلاسه کړی دی.

د درې یو ورځنۍ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه روانه ده او د هېواد په کچه مینه وال کولی شي د لوبې لیدو لپاره آریانا ټلویزیون ته وګوري.

د چارشنبې پر ورځ د لومړۍ یو ورځنۍ لوبې د پیلولو پچه افغانستان وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

دا سیالۍ  د ۲۰۲۳ زېږدیز کال کرکټ نړیوال جام ته د وړتیاوو د ترلاسه کولو لپاره تر سره کیږي.

افغانستان سږکال یوازې یوه دوه اړخیزه یو ورځنۍ سیریز د هالنډ پر وړاندې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې یې د ایرلنډ پر وړاندې تر سره کړې ده.

افغانستان له بنګله دېش سره د درې یو ورځنیو لوبو وروستۍ لړۍ د ۲۰۱۶ کال په وروستیو کې کړې وه؛ خو کوربه لوبډلې ته یې ۲-۱ ماتې ورکړې وه. که څه هم په دې لړۍ کې به افغانستان په دې لټه کې وي، چې بیا هم بریالی راووځي.

بنګله دېش هم په تېرو اته کلونو کې یوازې یوه دوه اړخیزه سیریز له لاسه ورکړې ده.

په دې ټورنمنټ کې د درې یو ورځنیو لوبو او دوه شل آوریزو لوبو لړۍ شامله ده، چې د نن پیل او د د کب تر ۱۴ / د مارچ تر پېنځمې به روانې وي.

له آریانا ټلویزیون څخه د دې لړۍ په ژوندۍ بڼه د خپرونو بهبیر به د لاندې مهالوېش له مخې ژوندۍ خپریږي:

چارشنبه د فبروري ۲۳ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه: د کابل پر وخت د سهار پر ۹:۳۰  پیلیږي.

جمعه د فبرورۍ ۲۵ دوه یمه یوه ورځنۍ لوبه: د کابل پر وخت د سهار پر ۹:۳۰ بجو خپریږي.

دوشنبه د فبروري ۲۸ درېیمه یو ورځنۍ لوبه: د کابل پر وخت د سهار پر ۹:۳۰ بجو پیلیږي.

پنجشنبه، د مارچ ۳ لومړۍ شل آوریزه لوبه: د کابل پر وخت ۱:۳۰ بجې پیلېږي.

شنبه، د مارچ ۵ دوه یمه  ۲۰ آوریزه لوبه: د کابل پر وخت د ماسپښین په ۱:۳۰ بجو خپریږي.

Trending

Exit mobile version