سوداگري
آریانا افغان شرکت هند ته الوتنې بیا پیلوي

د آریانا افغان هوايي شرکت د پنجشنبې پر ورځ د زمري ۱۳ څرګنده کړې، چې ډېر ژر به له کابل څخه نوي دیلي ته مسافر وړونکې الوتنې بیا پیل شي.
دغه شرکت په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي: له کابل څخه نوي ډیلي ته به لومړۍ الوتنه د جمعې پر ورځ وي.
د آریانا هوايي شرکت د معلوماتو له مخې، په لومړي پړاو کې به له کابل څخه نوي ډیلي ته په اوونۍ کې یوه الوتنه ولري.
د آریانا افغان هوايي شرکت په دې ویاړي، چې له یوې اوږدې مودې وروسته د هند دیلي ته خپل عادي خدمات بیا پیلوي.
د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګست میاشت کې د هند په ګډون ځینو هېوادونو ته د آریانا هوايي شرکت الوتنې وځنډول شوې.
نوي دیلي تر اوسه هېواد ته د آریانا هوايي شرکت د الوتنو د بیا پیل په اړه څه ندي ویلي.
آریانا هوايي شرکت له دې مخکې ایران، روسیې، عربي متحده اماراتو، پاکستان، قطر او ترکیې ته خپلې الوتنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د افغانستان په خپلو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د څارنې قرارداد د عربي متحده اماراتو له یو شرکت سره لاسلیک کړی دی.
سوداگري
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ د نړیوال بانک له راپور هرکلی وکړ

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د نیوال بانک په دې راپور کې د افغانستان د اقتصادي حالت واقعیتونه په ډاګه شوي دي.
د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې که نړیواله ټولنه پر افغانستان د بندیزونو پر پرځای مثبت تعامل غوره کړي؛ افغانستان کولی شي له اقتصادي پلوه پر ځانبسیا شي.
په اعلامیه کې له نړیوال بانکه غوښتل شوي، چې د افغانستان واقعیتونه څرګند کړي او له افغانستان سره مثبت تعامل ته غاړه کیدي.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي، چې د افغانستان په وارداتو او صاداراتو کې زیاتوالی راغلی، افغانۍ خپل ارزښت ساتلی او کورني عواید ډېر شوي دي.
د اقتصادي مرستیالۍ له نړیوال بانکه غوښتي، چې په افغانستان کې دې خپلې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
سوداگري
په کرنیز ډګر کې د پرمختګ لپاره د بزګر، پانګوال او څانګوالو همغږۍ ته اړتیا ده – د کرنې وزارت

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ هڅه کوي، چې د کرنې په سکتور کې د بزګر، پانګوال او د کرنې د سکتور د څانګوالو ( متخصصینو ) ترمنځ همغږي نوره هم پراخه شي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر د کرنیزو څېړنو انستیتیوت د کرنې ورځ تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ويلي، چې افغانستان یو اړین کرنیز هېواد دی؛ خو اوس هم په عمل کې د کرنې سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ پاتې دی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د څرګندونو له مخې؛ له هغمږۍ پرته به د ټولو کرنیز فعالیتونو ترسره کول مثبته پایله ونهلري.
نوموړي زیاته کړې؛ ترهغې، چې د کرنې په سکتور کې مسلکي حرکت را منځته نهشي؛ د هېواد د کرنې په سکتور کې په ځانګړي توګه د غلېداني په برخه کې به ځان بسیاینې ته ونهرسیږو.
د کرنې وزارت مسوولین وايي، که څه هم د هېواد په بېلا بېلو برخو کې پر کرنه پانګونه شوې؛ خو د نه همغږۍ له کبله له ستونزو سره مخ شوې ده.
د کرنې او مالدارۍ وزیر عطا الله عمري ویلي: ترهغې، چې زمونږ بزګر، پانګوال او د کرنې د سکتور د څیړنیز مرکز غړي همغږی کار ونهکړي؛ په هېواد کې به د کرنې نظام مثبته پایله ونهلري. مونږ هڅه پیل کړې، چې همغږي زیاته کړو او کروندګر مو په هېواد کې د تحلیل او تصدیق شويو تخمونو پر کارولو د محصولاتو په ډګر کې څخه ځان بسیایني ته ورسیږي.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د څېړني د انیستیتیوت رییس ويلي، چې هڅه کوي د هېواد بزګرو، بڼوالو او ټولو هغه کسانو ته، چې د کرنې په سکتور کې کار کوي؛ اصلاح شوي او تصدیق شوي تخمونه وړا ندې کړو. دمګړۍ بریالي شوي یوو، چې د هېواد په کچه ۴۶ ډوله دغنمو اصلاح شوي تخمونه برابرکړو.
د کرنې او مالدارۍ وزارت د څېړنیز انسټیټیوټ رییس نصرت الله طلحه وایي؛ مونږ د کرنیزو محصولاتو د تحلیل او تصدیق په برخه کې پوره وړتیا لرو او بېلابېلو نړیوالو بنسټونو هم همکاري کړې ده. مونږ هیله لرو، چې وزارت د څېړنیزو فارمونو د پراختیا لپاره ځمکې راکړي.
د کرنې د برخي شنونکي هم د دې غونډې ګډونوال دي او وايي، چې افغانستان د کال ۶ اعشاریه ۳ میلیون متریک ټن غنموته اړتیا لري، چې په روان کال کې ۵ اعشاریه ۲ متریک ټن ته رسیږي. تر هغې، چې د هېواد بزګر په کور دننه له اصلاح شوي تخمونو ګټه پورته نهکړي؛ کرنیزې ناخوالې به مو هم سمې مدیریت نهشي.
د پوهنتون استاد محمد قاسم عبیدي څرګنده کړې : مونږ د اصلاح شويو تخمونو د تنظیم په برخه کې کلونه کلونه کار ته اړ تیا لرو او په دې برخه کې مونږ فعالیت هم کوو؛ خو بزګر اوس هم له تصدیق شويو تحمونو له کارولو ډډه کوي.
د اقتصادي چارو د شنونکیو د څرګندونو له مخې؛ تر هغې، چې د هېواد د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې لویه پانګونه تر سره نهشي او د دې سکتور د صنعتي کولو لپاره عملي هڅې تر سره نهشي؛ په هېواد کې به پر اقتصادي ستونزو بریالیتوب ناشونی وي. د کرنې وزارت دې په دې سکتور کې د پانګونې لپاره زمینه پراخه کړي.
سوداگري
د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک د تړل کېدو راپورونه رښتیا نهدي – مالیې وزارت

د افغانستان اسلامي امارت مالیې وزارت د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي لسمه ) د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک د فعالیت د درولو راپورونه رد کړل.
د هرات ولایت د اسلامکلا ګمرک چارواکو ويلي؛ ځینو رسنیو داسې ناسم راپورونه خپاره کړي، چې ګواکې دې ګمرک خپل کار بند کړی.
دوی وایي؛ دا څرګندونې رښتیا نهدي.
د اسلامکلا ګمرک چارواکو څرګنده کړې: مونږ په دې اړه خپاره شوي ناسم راپورونه ردوو او یادونه کوو، چې د هرات اسلامکلا ګمرک په عادي ډول کار کوي او خپل اړین خدمات وړاندې کوي.
-
تازه خبرونه3 days ago
یو شمېر ګړۍ د ایران او افغانستان سرحدي نښتو ته لمن وهي – ایران
-
نړۍ2 days ago
بې پیلوته الوتکو د روسیې د تېلو پر دوه چاڼځایونو برید وکړ
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په ۱۳ ولایتونو کې وروستیو اورښتونو۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په سپين بولدک کې د باروړونکیو موټرو لپاره نارسمي لار پرانستل شوه
-
روغتيا4 days ago
د کندهار عینو مېنې روغتون له ایم آر آی او ایکس رے وسایلو برخمن شو
-
لوبی4 days ago
چینای سوپر کینګز د هند غوره لیګ اتلولي خپله کړه
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د پاکستان او روسیې تر منځ د سوداګرۍ دوه اړخیز بحري لېږد رالېږد پیل شو
-
سوداگري4 days ago
نړیوالو بازارونو ته د تازه میوو د صادراتو بهیر پیل شو