لوبی
آریانا تلویزیون د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د کرکټ نړیوال لوبلړ د خپرولو حق خپل کړ
آریانا نړیوال ټلویزیون څرګنده کړې: د افغانستان او سریلانکا د کرکټ نړیوالو سیالیو د لړۍ، چې یوه ټیسټ لوبه، درې یو ورځنۍ سیالۍ او درې نړیوالې شل آوریزې لوبې لري؛ د ژوندۍ، قانوني او ځانګړې خبرونې حقونه ترلاسه کړي دي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د روانې جنورۍ میاشتې په دېرشمه نېټه سریلانکا ته روانه شي او د راتلونکې فبرورۍ میاشتې پر دوهیمه به د سریلانکا له کرکټ ملي لوبډلې سره ټیسټ لوبه ترسره کړي.
ټاکل شوې د دواړو هېوادونو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د فبرورۍ پر نهمه درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې پیل شي.
همدا راز به د فبرورۍ پر اووهلسمه د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا پر وړاندې درې شل اوریزې نړیوالې لوبې پیل کړي.
افغانستان په تېرو درې کلونو کې یوازې یوه ټیسټ لوبه کړې؛ ځکه، چې لوبې یې د کرکټ پر دوه نورو بڼو را څرخېدلي دي.
د راتلونکیو لوبو د مهالوېش له مخې؛ افغانستان د فبرورۍ له دوهیمې څخه د مارچ تر اتلسمې پورې به په دوه لوبلړیو کې د کرکټ ټولې درې بڼې ولوبوي.
د سریلانکا د لوبلړ له پای ته رسیدو اووه ورځې وروسته به افغانستان د فبرورۍ له اتهویشتمې څخه د مارچ تر درېیمې په عربي متحده اماراتو کې له ایرلینډ سره یوه ټیسټ لوبه ولري.
دا لوبلړ د محدودو آورونو لوبې هم لري.
دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کیږي، چې افغانستان په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي. دغه نړیوال جام د جون په میاشت کې د ویسټ انډیز او امریکا پر کوربهتوب ترسره کیږي.
سریلانکا ته د افغانستان لوبلړ تل یوه ټیسټ او درې شل اوریزې لوبې لري.
د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر میرویس اشرف د دغو سیالیو په اړه ویلي؛ د سیالیو دغه لړۍ د یو بشپړ او هر اړخیز لوبلړ د تضمین لپاره یوه اړینه هڅه ده، چې نه یوازې د افغانستان کرکټ ته ښه توجیه ورکوي، بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پوره پیاوړتیا سبب هم ګرځي.
میرویس اشرف زیاته کړې: په سریلانکا کې د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې لوبه تل ستونزمنه وه؛ خو دا یوه داسې ننګونه ده، چې افغان اتلان یې اسانه منلی شي.
د یادونې ده، چې د سریلانکا پر وړاندې د سیالیو دغه لړۍ او بیا د ایرلینډ پر وړاندې راتلونکې لوبه به د هېواد له کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو سره مرسته کوي،و چې ۲۰ آوریز نړیوال جام سیالیو ته چمتو شي.
د افغانستان او سریلانکا لوبلړ پر لاندې نېټه پیلیږي:
ټیسټ لوبه د فبروري له دوهیمې څخه تر شپږمې
لومړۍ یو ورځنۍ نړیواله لوبه د فبرورۍ پر نهمه
دوهیمه یوه ورځنۍ نړیواله لوبه د فبرورۍ پر یوولسمه
درېیمه یو ورځنۍ نړیواله لوبه د فبرورۍ پر څوارلسمه
لومړۍ نړیواله ۲۰ آوره سیالي د فبرورۍ پر اووهلسمه
دوهیمه نړیواله ۲۰ آوره سیالي د فبرورۍ پر نولسمه
درېیمه نړیواله ۲۰ آوره سیالي د فبرورۍ پر یوویشتمه
په ټول افغانستان کې کرکټ مینهوال کولی شي دا په زړه پورې سیالۍ، چې پر ژوندۍ، قانوني او ځانګړې بڼه له آریانا نړیوال تلویزیون څخه خپریږي؛ وګوري.
