لوبی

آریانا تلویزیون د کرکت نړیوال جام د غوراوي سیالۍ خپروي

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۸, ۱۴۰۲

د ۲۰۲۳ ز. کال کرکت نړیوال جام ته د غوراوي سیالۍ به دا دی نن یکشنبه (د غبرګولي ۲۸ / د جون ۱۸) پیل شي او آریانا تلویزیون خوښ دی، چې په افغانستان کې یې د دغو سیالیو پر ژوندۍ بڼه د خپراوي حق ترلاسه کړی دی.

د غوراوي دا سیالۍ به د جولای تر نهمې نېټې روانې وي او ټولې لوبې به له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

په دې لوبو کې به لس لوبډلې په هند کې د اکتوبر او نومبر په میاشت کې د نړیوال جام په سیالیو کې د وروستیو دوه مقامونو لپاره مبارزه وکړي.

افغانستان، هند، نیوزیلیند، انګلستان، بنګله دیش، پاکستان، آسټرالیا او سویلي آفریقا له دې مخکې په نړیوال جام کې د ګډون پرېکړه کړې ده.

په هرصورت ویست اندیز، سریلانکا، ایرلیند، زیمبابوی، هالند، عمان، سکاتلیند، عربي متحده امارات، نیپال او امریکا به نړیوال جام ته د غوراوي لپاره سیالي وکړي.

د دغو لس لوبډلو څخه یوازې دوه به په پای کې د سږ کال نړیوال جام لوبډلې وي.

د نړیوال جام لپاره د غوراوي سیالۍ څنګه دي؟

ټولې سیالۍ د ۵۰ آوورونو په بڼه دي او لس لوبډلې د پېنځه لوبډلو په دوه ګروپونو وېشل شوې دي.

په الف ګروپ کې نیپال، هالند، امریکا، ویست اندیز او زیمبابوې او په ب ګروپ کې ایرلیند، عمان، سکاتلیند، سریلانکا او عربي متحده امارات ونډه لري.

هره لوبډله به څلور ګروپي لوبې ترسره کوي، چې یو ځل به د خپل ګروپ له نورو غړیو سره مخ شي. د هرې لوبې ګټونکي به دوه امتیازه ترلاسه کوي. په داسې حال کې، چې مساوي لوبه به د هرې لوبډلې لپاره یو امتیاز ولري.

په ګروپي پړاو کې د ۲۰ لوبو له ترسره کولو وروسته، د هر ګروپ درې غوره لوبډلې به له خپلو امتیازونو سره د شپږ غوره پړاو ته لاړ شي. هره لوبډله به د شپږیزې په غوره پړاو کې له مخالف ګروپ څخه له درې لوبډلو سره مخ شي.

د دې پړاو له بشپړولو وروسته به د شپږ غوره لښتیلیک څخه دوه غوره لوبډلې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته لار ومومي.

د شپږیزو په غوره پړاو کې به د دوه مخکښو لوبډلو ترمنځ لوبه هم ترسره شي، چې ګټونکي به یې ځلېدونکی جام کور ته وړي.

د غوراوي سیالۍ به د جون پر ۱۸ له غرمې مخکې پیل شي او ګروپي لوبې به د جون پر ۲۷ پای ته ورسیږي.

د شپږم پړاو غوره سیالۍ به د جون پر ۲۹ پیل شي او د جولای تر ۷ به روانې وي. په داسې حال کې، چې پای لوبه به د جولای پر ۹ په حراره سپورتي کلب کې ترسره شي.

له ۷ څخه تر ۱۰ مقامونو ټاکلو لپاره “پلی آف” سیالۍ به د جون له ۳۰ څخه د جولای تر ۶ پورې ترسره شي.

آریانا تلویزیون به هره ورځ دغه سیالۍ خپروي. له سیالۍ مخکې پروګرام د کابل پر وخت له غرمې مخکې پر ۱۱:۰۰ بجو پیلېږي او سیالي به د کابل پر وخت پر له غرمې مخکې  ۱۱:۳۰ پیل شي.

د یکشنبې پر ورځ به د غوراوي په لومړۍ لوبه کې ویست اندیز له امریکا سره مخ کیږي.

د سیالیو بشپړ مهالوېش لیدلو لپاره دا ځای کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version