لوبی

آریانا ټلویزیون د آسیا فوټبال کنفډراسیون د جایزو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه مراسم پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه / د نومبر نولسمه) د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۸, ۱۴۰۵

 

د آسیا فوټبال کنفډراسیون – ۲۰۲۶بانکوک د جایزو مراسم پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه / د نومبر نولسمه) ترسره کېږي، چې په کې به د ۲۰۲۵/۲۰۲۶ آسیا فوټبال غوره لوبغاړو، روزونکو او بنسټونو ته جایزې ورکړ شي.

د دغو کلنیو مراسمو دېرشم پړاو د تایلینډ په پلازمېنه بانکوک کې د« آکسرا کینګ پاور» په ټیاتر کې ترسره کېږي. دا مراسم به د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ پیل شي.

آریانا راډیو ټلویزیون به دغه مراسم په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپاره کړي، چې د هېواد فوټبال مینه‌وال وکولی شي د آسیا فوټبال دغه مهم مراسم پر ژوندۍ بڼه وګوري.

په دې مراسمو کې به د آسیا فوټبال د ۱۹ بېلابېلو برخو غوره څېرې او بنسټونه وستایل شي. دا برخې د لوبغاړو انفرادي لاسته راوړنې، روزنه، د فوټبال بنسټیز پرمختګ او د آسیا فوټبال کنفډراسیون د غړیو او سیمه‌ییزو فډراسیونونو فعالیتونه رانغاړي.

د دغو مراسمو له مهمو برخو څخه یوه د آسیا د کال غوره لوبغاړي جایزه ده، چې د سعودي عربستان لوبغاړی سالم الدوسري چانس ترې د درېیم ځل لپاره برخمن کیږي او د دې جایزې پر ګټلو به د آسیا د فوټبال په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شي، چې دغه جایزه درې ځله ګټي.

الدوسري، چې د آسیا د کال غوره لوبغاړي له جایزې دفاع کوي؛ د دغې جایزې د ګټلو لپاره له خپل هېوادوال فراس البریکان او د ایران د ملي لوبډلې له ګول ساتونکي علیرضا بیرانوند سره سیالي کوي.

د دغو مراسمو کوربه‌توب به د تایلینډ دوه ویاندویان، اوتسادا پانیچکول او جیرادا یوهارا کوي.

دا مراسم به له داسې هنري پروګرام سره پیل شي، چې د تایلینډ دودیز کلتور له معاصر هنر سره یوځای کوي.

په دغو مراسمو کې د آسیا الماس جایزه د نرینه‌وو او ښځینه‌وو د فوټبال د کال غوره روزونکي جایزې، د آسیا د کال غوره فوټسال لوبغاړي جایزه او د آسیايي فوټبال کنفډراسیون د رییس جایزه د بنسټیز فوټبال د پراختیا لپاره هم شاملې دي.

دغه راز د آسیا د نرینه‌وو او ښځینه‌وو د کال غوره ځوان لوبغاړي او له آسیا بهر د لوبېدونکو غوره آسیايي نرینه او ښځینه لوبغاړو څلور نورې جایزې به هم اعلان شي؛ خو دغه جایزې به په یو لړ نورو مراسمو کې ورکړ شي.

د آسیا فوټبال کنفډراسیون جایزې د دې لویې وچې د فوټبال له مهمو کلنیو مراسمو څخه دي، چې په کې یې د فوټبال د ډګر او له هغه بهر د پام وړ لاسته راوړنو او فعالیتونو ستاینه کېږي.

د افغانستان فوټبال مینه‌وال کولی شي دغه مراسم پنجشنبه( د لړم اته‌ویشتمه / د نومبر نولسمه) د کابل پر وخت د مازیګر پر ۴:۳۰ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

Trending

Exit mobile version