لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان ولیبال غوره لیګ سیالیو خپرولو تړون لاسلیک کړ
د افغانستان ولیبال غوره لیګ د درېیم پړاو سیالۍ د آریانا نړیوال ټلویزیون له خوا پر ښه او غوره کیفیت خپریږي.
د آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې او د ولیبال ملي فډراسیون چارواکو نن ( یکشنبه د سلواغې دوهویشتمه ) د یوې غونډې په ترڅ کې د دغو سیالیو یا ټورنمنټ پر ژوندۍ بڼه د خپرېدو تړون لاسلیک کړ.
د دې سیالیو د بچې اچونې مراسم به د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې درویشتمه ) ترسره شي او په دې پړاو کې به اته لوبډلې حاضرې وي، چې خپل سیالان وپېژني.
د دې سیالیو د پرانیستلو مراسم به د روانې اوونۍ د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې ترسره شي.
هره ورځ درې لوبې ترسره کیږي، چې دوه یې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه له آریانا نړیوال ټلویزیون څخه خپریږي.
د دغو سیالیو کچه؛ ځکه لوړه بلل شوې، چې د ولیبال ملي فډراسیون د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد له بېلابېلو برخو څخه غوره لوبغاړي پېژندل کېږي او په کابل کې به له روزنې وروسته دغو سیالیو ته لار مومي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سياليو دوه تېر پړاوونه د شپږ لوبډلو پر شتون ترسره شوي دي.
