Connect with us

لوبی

آریانا ټلویزیون د بیجینګ د پاراولمپیک د خپراوي حق خپل کړ

خپور شوی

د

Last Updated on: مرغومی ۲۱, ۱۴۰۰

بېجينګ به د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فبرورۍ پر څلورمه نېټه په خپل ملي سټيډيم کې د ژمني اولمپيک د څلیریشتمې لوبې څراغ ولګوي او آریانا ټلویزیون به یې په ژوندۍ بڼه له مهالوېش سره سمې خپرې کړي.

همدارنګه به د یادو لوبو د پرانیستې او پای دواړه مراسم په ژوندۍ بڼه خپاره کړي. د دغ ژمنیو المپیک لوبو سیالۍ به دوه اوونۍ ( د فبرورۍ له ۴ څخه تر ۲۰ ) د ۱۵ سیالانو تر منځ روانې وي او د لوبو تر پیلیدو به لومړنۍ هڅې روانې وساتل شي.

د آریانا ټلویزیون نړیوالې شبکې په بیجینګ کې د سږنیو پاراولمپیک سیالیو د خپرونو حق ترلاسه کړی دی.

د اولمپيک نړيوالې کمېټې او په بيجينګ کې د اولمپيک تنظيموونکیو ټينګار کړی، چې لوبې به د کرونا ویروس د خپراوی له وېرې سره سره د پلان له مخې ترسره شي.

آریانا ټلویزیون تېر کال هم د یاد اولمپیک د خپراوي ځانګړي حقونه درلودل، چې په آریانا نیوز کې هم خپرېدې.

د لوبو تنظیموونکي هڅه کوي، چې یوه تړل شوې کړۍ یا تڼاکې ته ورته حباب نومی سیسټم جوړ او په کې به زرګونه ورزشکاران، روزونکي، د لوبډلو چارواکي، د اولمپیک کارمندان، قراردادیان، رضاکاران او ژورنالیستان د لنډ وخت لپاره محدود وي.

تڼاکه به د سیالۍ سایټونه، هوټلونه او د ورزشکارانو لپاره استوګنځي، د رسنیو آسانتیاوې او د ټرانسپورټ شبکه ولري؛ نه بل څوک وردننه کېدی شي؛ او نه ترې وتلی شي.

په پاراولمپیک کې د ګډون لپاره د کرونا واکسین اړین دي او له ورتګ سره سم به هره ورځ ترې څارنه او کتنه کیږي.

د اوړي د اولمپیک په پرتله د ژمني اولمپیک سیالې ډلې لږ دی. په ژمنیو لوبو کې د الپاین سکی، بیاټلون، بوبسلیډ، سارایي سکي، کرلینګ، سکیټینګ، خلاصه سکي، پر کنګل هاکي، لوج، ګډ نورډیک، کنکال، جمپنګ سکي ، سنو بورډینګ او سپیډ سکیټینګ شامل دي.

دغه راز به بېجينګ د نړۍ لومړی ښار شي، چې د دوبي او ژمي د اولمپيک لوبو کوربتوب کوي.

آریانا ټلویزیون به د پرانیستې مراسم د سې شنبې پر ورځ د فبروري پر څلورمه د ماسپښین له ۴ بجو څخه په ژوندۍ بڼه خپاره کړي.

آریانا ټلویزیون به د چارشنبې پر ورځ د فبروري پر ۵ د سهار له ۱۰ بجې څخه د ماسپښین تر ۳ بجو د کرلینګ، آیس هاکي، سنو بورډینګ او سکي جمپنګ، کراس کنټري سکیینګ او بیاټلون سیالۍ او د ماسپښین له ۳ نیمو بجو څخه لنډ ټریک، فری سټایل سکیینګ او چټک سکیټینګ هغه خپرې کړي.

د اولمپیک ډېرې سیالۍ به پر ژوندۍ بڼه خپرې شي.

دغه راز ArianaNews.af به د پرانیستې مراسمو پوره خپاره کړي.

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!