لوبی

آریانا ټلویزیون د توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبو د خپراوي حق ترلاسه کړ

Published

on

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د توکیو ۲۰۲۰ المپیک سیالیو د خپرووي حق ترلاسه کړی دی.

نوی لاسلیک شوی تړون به په میلیونونه افغانان د آریانا ټلویزیون او آریانا راډیو (۹۳.۵) سره مل کړي، چې په راتلونکیو درې اوونیو کې د نړۍ د لوبو ترټولو سترې پېښې وګوري.

دا لوبې که څه هم لوبی د کرونا ناروغۍ له کبله یو کال وځنډیدې؛ خو د توکیو ۲۰۲۰ المپیک د رسنیو لپاره تر ټولو اغېزمنه پېښه اعلان شوه. د سپورت مینه وال به وکړای شي، چې د لوبو له پراخې لړۍ څخه درې اوونیز خوند واخلي.

آریانا ټلویزیون به د جمعې پر ورځ (د چنګاښ پر ۳۱) د ماسپښین له درې بجو څخه د مازیګر تر شپږنیمو بجو او په راتلونکې اوونۍ کې به د سهار له نهه څخه د مازیګر تر څلورنیمو بجو په ژوندۍ بڼه د تکوانډو، سوک وهنې او بسکیټبال لوبې تر پوښښ لاندې ونیول شي.

همدارنګه د یکشنې پر ورځ به د مصر او ارجنټاین ترمنځ د فوټبال لوبه د غرمې پر ۱۲ خپره شي او دغه راز به درې نیمې بجې د آلمان او عربستان تر منځ لوبې په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د توکیو ۲۰۲۰ المپیک لوبو ژوندی پوښښ به د اګست تر ۸ \ د زمري تر  ۱۷ \ روان وي او د پای مراسم به د مازیګر پر دوه بجو او پېنځه څلوېښت دقیقو پیل شي.

د لوبو مهالوېش به د ټوکیو ۲۰۲۰ المپیک سیالیو له پیل مخکې په اوبپاڼه کې خپورې شي او د نورو تازه معلوماتو لپاره زمونږ اوبپاڼه وګورئ.

دا په داسې حال کې ده، چې سږکال به په ملي لوبډله کې پېنځه لوبغاړي؛ څلور نرینه، یوه ښځه او د کډوالۍ له لوبدلې درې نور افغانان د افغانستان پر استازیتوب ولوبیږي.

Trending

Exit mobile version