لوبی

آریانا ټلویزیون د کابل کرکټ غوره لیګ د دوه‌یم پړاو د خپراوي حق ترلاسه کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۲, ۱۴۰۳)

 آریانا ټلویزیوني شبکې په ډاګه کړې، چې په قانوني توګه یې د ۲۰۲۴ ز.کال د کابل کرکټ غوره لیګ دوه‌ییم پړاو د تولید او خپراوي حق ترلاسه کړی دی.

د کابل کرکټ غوره لیګ سیالۍ به په ایوبي سپورټس کمپلیکس کې ترسره شي.

د دغه لیګ د هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د آریانا ټلویزیون د سوداګریزې برخې مشر لطف‌الله ستانکزي څرګنده کړه: د آریانا ټلویزیون مشرتابه د سپورټ ودې ته ژمن دی او د ایوبي سپورټس کمپلکس له مسوولینو سره به هېوادوالو ته د تفریح د وړاندې کولو ​​په برخه کې همکاري وکړي او لوبغاړي، چې په بېلابېلو لوبډلو کې لوبیږي؛ افغانستان ته ویاړ ورپربرخه کړي.

د ايوبي سپورټي کمپلکس مسوولينو ويلي، چې راتلونکې سيالۍ به د مينه‌والو لپاره د ډېرو نورو لیوالتياوو زیری هم واري.

د ايوبي سپورټس کمپلکس رییس عبدالطيف ايوبي وایي: د کابل غوره ليګ پيليږي او دا به يې دوه‌یيم پړاو وي. آریانا ټلویزیون د تېر پړاو لوبې هم پر ژوندۍ بڼه خپرې کړې وې. تېر کال ښې سیالۍ وې. سږ کال به له نوښتونو او لیوالتیاوو ډکې لوبې ولرو.

د يادونې وړ ده، چې تېر کال د کابل غوره ليګ په لومړي پړاو کې پېنځه لوبډلو برخه اخيستې وه؛ کابل زلمی، اباسین هنټرز، پامیر سټارز، شاهین الوین او شمشاد ایګل لوبډلې ولوبېدې او په دوه‌یم پړاو کې به یو له بل سره مخ شي.

Trending

Exit mobile version