لوبی
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو د خپراوي حق ترلاسه کړ

آریانا نړیواله ټلویزیوني شبکه خپلو مینهوالو ته له خوښیو پر ډک زیري څرګندوي، چې د نړۍ د یوې سترې سپورټي پېښې ( ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالۍ) د خپراوي حق یې ترلاسه کړی دی.
د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالۍ به پر رسمي، قانوني او ځانګړي توګه له آریانا ټلویزیون څخه خپرې شي.
دا لوبې به د جولای پر شپږویشتمه پیل او د اګست تر یوولسمې به روانې وي.
آریانا ټلویزیون تل هڅه کړې، چې د افغانستان خلکو ته غوره ملي او نړیوالې لوبې خپرې کړي.
په تېرو څو کلونو کې آریانا ټلویزیون د کرکټ په ګډون د فوټبال، فوټسال او المپیک سپورټي سیالۍ خپرې کړې دي.
آریانا تلویزیون د ۲۰۲۰ ز. کال توکیو لوبې او د ۲۰۲۲ کال د بیجینګ ژمنۍ لوبې هم په ځانګړي توګه خپرې کړې دي.
د ۲۰۱۶ کال ریو لوبې هم په ځانګړي توګه آریانا ټلویزیون خپرې کړي.
د ۲۰۲۴ پاریس المپیک سیالیو پیل ته درې میاشتې پاتې دي؛ خو رسمي بهیر یې روان دی.
د سې شنبې پر ورځ د المپیک چارواکو ټینګار وکړ، چې د پاریس لوبې به د یو نوی پړاو زیری له ځان سره ولري او د تېر پر پرتله به ځوانې، پراخې، پوره ښاري او باثباته وي.
د المپیک نړیوالې کمیټې مشر توماس باخ ویلي: دا به د اولمپیک لومړۍ لوبې وي، چې د جنسیت پر برابرۍ ترسره کیږي؛ ځکه، چې نړیوالې کمیټې په سلو کې ۵۰ ځایونه نرینه او ښځینه لوبغاړو ته ځانګړي کړي دي.
د پاریس د دغو لوبو تنظیمولو کمیټې مشر توني سټنګوټ ویلي، چې ښځو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۰۰ ز. کال کې د پاریس د لوبو کډونوالې شوې.
دغه راز د ۲۰۲۴ پاریس المپیک مشال د سې شنبې پر ورځ د یونان په اولمپیا کې پخپله لرغونې بڼه د نړیوالو بحرانونو تر سیوري لاندې له هیلو ډک روښانه شو.
توماس باخ په دې مراسمو کې ویلي: په پخوانیو وختونو کې د اولمپیک لوبو د یونان دولتونه په ځانګړي توګه د جګړو او نښتو پر مهال سره نږدې کول.
باخ زیاته کړې: نن د المپیک لوبه یوازنۍ پېښه ده، چې ټوله نړۍ په سولهییزو سیالیو کې سره یو ځای کوي. لکه څنګه، چې نن د اولمپیک لوبغاړي دا پیاوړی پیغام لېږدوي: هو! دا ممکنه ده، چې له یو بل سره سخته سیالي وکړو؛ خو بیا هم تر یوه چتر لاندې سولهییز ژوند ولرو.
په يونان کې يوولس ورځنی لاریون روان دی او شاوخوا شپږ سوه کسان به د اورلمبه د هېواد په ٤١ سیمو کې پېنځه زره کيلومټره ولېږدوي.
د اولمپيک مشال به د اپريل پر شپږویشتمه په پاناتنائيک لوبغالي کې د يو لړ مراسمو پر مهال د لوبو تنظيموونکیو ته، چې د ١٨٩٦ کال د اولمپيک د لومړيو عصري لوبو ځای دی؛ وسپارل شي.
لس زره مشال لېږدوونکي به دا لمبه د فرانسې ۶۴ سیمو ته ولیږدوي.
مشال به د خپل ۱۲ زره کیلومټري سفر په بهیر کې له ۴۰۰ ښارونو او لسګونو سیاحتي سیمو فرانسې او له فرانسې بهر د کارابین بحر، د هند بحر او ارام سمندر له سیمو تېر شي.
د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو پرانیستلو مراسم به د جولای پر شپږویشتمه ترسره شي.
د یادولو ده، چې د ۲۰۲۴ پاریس المپیک لوبو لیوال کولی شي په ټول افغانستان کې د دغو سیالیو د جزئیاتو معلومولو لپاره آریانا او آریانانیوز اوبپاڼې وګوري او وڅاري.
لوبی
آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو خپروي
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.

د آریانا نړیوال راډیو ټلویزیون ویاړي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو تولید او هېوادوالو ته خپروي.
ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د غبرګولي پر یوولسمه پیل او د زمري پر یوویشتمه پای ته رسیږي.
دا لوبې به د افغانستان د فوټبال فډراسیون د فوټسال کمیټې په جمنازیم کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر نن (پنجشنبه) د دې سیالیو یا ټورنمنټ د تولید او خپرونې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “د افغانستان فوټسال وړتیا اوس نړیواله شوې ده. زمونږ هڅې دا دي، چې دا ظرفیت د آسیا او سیمې پر کچه لوړ کړو، چې اړینه برخه په کې رسنۍ لري. پر رسنیو سربېره خصوصي سکټور خورا لوی او بنسټیز رول لوبولی شي.”
د آریانا ټلویزیون د خرڅلاو مدیر سمیع الرحمن عزیزي ویلي؛ د لومړي ځل لپاره به په دې سیالیو کې د ویډیو ملاتړی سیسټم وکارول شي، چې له لوبڅار سره د سمو پرېکړو په کولو کې مرسته وکړي.
هغه ويلي: “دا نوې ټکنالوژي به نه یوازې د لوبو څرنګوالی او رڼښت لوړ کړي، بلکې د لوبډلو او لوبغاړو لپاره به د لوړې کچې تجربه هم ډاډمنه کړي.”
سمیع الرحمن عزیزي ټینګار کړی؛ آریانا ټلویزیون اړینې نړیوالې او کورنۍ پېښې خپروي او هڅه کوي، چې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په ټوله نړۍ کې مشهور کړي.
هغه ویلي: “دا همکاري د سپورټ په پرمختګ کې یو نوی پړاو پیلوي او مونږ بشپړ باور لرو، چې دا سیالۍ به د ځوانانو لپاره د نویو فرصتونو دروازه پرانیزي.”
د یادونې ده، چې د افغان فوټسال غوره لیګ څلورم پړاو به ۹۰ لوبې ولري او د لومړي ځل لپاره به دا لوبې د راونډ رابن په بڼه ترسره شي.
هره ورځ پرته له شنبې دوه لوبې ترسره کیږي؛ لومړۍ لوبه به د مازیګر پر ۴ بجو او دوهیمه هغه به له مازیګر وروسته ۶ بجې پیل شي.
په دې سیالیو کې به بهرني لوبغاړي هم برخه ولري.
لوبی
د افغانستان کرکټ لوبډله په نړیوال نوملړ کې اووم ځای خپل کړ
د افغانستان لوبډله اوس د انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش په څېر ټیمونو پر پرتله لوړه درجه لري.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د یو ورځنیو نړیوالو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې اووم مقام ته پورته شوې ده.
د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې افغانستان له څلورو نمرو سره اووم مقام ترلاسه کړ.
تر دې دمه دا د افغانستان په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې تر ټولو ښه پایله ده.
د افغانستان لوبډله اوس د انګلستان، ویسټ انډیز او بنګله دېش په څېر ټیمونو پر پرتله لوړه درجه لري.
لوبی
د افغانستان کرکټ الف لوبډله د سریلانکا کرکټ الف لوبډلې سره یوه ټیسټ لوبه کوي
د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.

د افغانستان او سریلانکا الف کرکټ لوبډلې به د سېشنبې پر ورځ (د غویی نهمه) په یوه غیر رسمي ټیسټ لوبه کې له یو بل سره مخ شي.
د افغانستان الف لوبډلې یو شمېر لوبغاړو په ملي لوبډلې کې هم لوبه کړې ده.
د افغانستان الف لوبډلې جوړښت:
بهیرشاه، دروېش رسولي، اعجاز احمد مهري، عمران میر، ریاض حسن، عبدالمالک، عصمت عالم، شمس الرحمن، ضیا الرحمن، افسر ځاځی (ویکټ کیپر)، اکرام علیخېل (ویکټ کیپر)، عرب ګل، بشیر احمد، فرید احمد، فریدون داوودزی، خلیل ګربز، محمد ابراهیم، محمد سلیم، یما عرب، ضیاءالرحمن.
د سریلانکا الف لوبډله:
کمیل میشارا، ناوانیډو فرنانډو، پاسینډو سوریابنډارا، پاون راټنایکه، راوینډو رسانټا، سونال ډینوشا، وانویا سهان، لحیرو اوډارا (ویکټ ساتونکی)، صیډیرا سماراویکراما (ویکټ ساتونکی) اسانکا منوج، دیلشان ماډوشنکا، ډیلوم سوډدیرا، ایسیټا ویجسونډرا، میلان راټنایکه، شیران فرنانډو، تارینډو راتنایکه.
-
نړۍ4 days ago
امریکا او حماس په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کوي
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
د هند او پاکستان د اوربند له هوکړې وروسته د چاودنو راپورونه ورکړ شول
-
تازه خبرونه1 day ago
ایران د افغانستان د اوسپنې په کانونو کې ۵ میلیارډ ډالر پانګونه کوي
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
ټرمپ منځني ختیځ ته د څو ورځني سفر لپاره سعودي عربستان ته ورسېد
-
تازه خبرونه2 days ago
د ازبکستان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
ایراني او اروپايي ډیپلوماټان په استانبول کې خبرې وکوي
-
سوداگري4 days ago
امریکا او چین د تعرفو پر لنډمهاله کمولو هوکړې ته ورسېدل
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
ټول پیلوټان بېرته خپل کور ته راستانه شول – د هند هوايي ځواک