Connect with us

لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي

دا به د اتلانو جام نهم پړاو وي، چې د فبرورۍ له نولسمې څخه به د مارچ تر نهمې د پاکستان پر کوربتوب  تر سره شي.

خپور شوی

د

آریانا راډیو او ټلویزیون د خوښۍ زیری وړاندې کوي، چې په افغانستان کې یې د راتلونکي ۲۰۲۵کال د فبرورۍ د میاشتې د کرکټ اتلانو جام سیالیو د ژوندۍ خپرونې حق ترلاسه کړی دی.

دا به د اتلانو جام نهم پړاو وي، چې د فبرورۍ له نولسمې څخه به د مارچ تر نهمې د پاکستان پر کوربتوب  تر سره شي.

په دې سیالیو یا ټورنمنټ کې به د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام د غوراوي اته غوره لوبډلې برخه واخلي. پاکستان، چې په تېر ۲۰۱۷ کال کې یې د اتلانو اتلولي ګټلې وه، دفاعي اتل دی.

د کرکټ اتلانو جام یوه پنځوس اوریزه لوبه ده، چې هر څلور کاله وروسته ترسره کیږي.

د راتلونکي کال سیالۍ به له ننګونو پرته نه‌وې؛ ځکه، چې د هند کرکټ بورډ د امنیتي اندېښنو له کبله پاکستان ته د هندي لوبډلې د سفر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د راپورونو له مخې؛ هندۍ لوبډله به خپلې لوبې له پاکستان څخه بهر کوي.

که هند فاینل ته لار پیدا نه‌کړي، لاهور به د دې لوبې کوربه وي.

پر ځای به یې د پاکستان لوبډله به د هند ۲۰۲۶ کال په شل اوریز نړیوال جام کې خپلې لوبې ونکړي او ښايي سریلانکا د دغو لوبو کوربه وي.

د راپورونو له مخې؛ داسې ښکاري، چې متحده عربي امارات به په اتلولانو جام کې د هند د سیالیو کوربه وي.

آریانا ټلویزیون به د کرکټ ټول مینه‌وال د د دغو سیالیو له تازه خبرونو څخه خبر ساتي او مهالوېش به یې له بشپړیدو وروسته خپور کړي؛ ځکه، نو ډاډه اوسئ او د تازه خبرونو لپاره زمونږ ټولنیزې شبکې ګورئ.

لوبی

د آریانا سنوکر اتلولۍ مینه‌وال دې د لوبو په اړه لاندې اړین معلومات ولولي

داځل د سپورټ او سپورټي ټولنې د ودې او پراختیا لپاره ATN ژمنه کړې، چې دا سیالۍ به په کابل کې ترسره شي. دا ټورنمنټ د افغانستان د بلیارډ او سنوکر فډراسیون پر همکارۍ د ATN لخوا په پام کې نیول شوی دی.

Published

on

د سې‌شنبې پر ورځ( د سلواغې درویشتمه) له غرمې وروسته ۳ بجې به په ټول هېواد کې د سپورټ مینه‌وال د آریانا سنوکر اتلولۍ د زړه‌راکښونکو لوبو د پیل لیدونکي وي. دا لوبې به د آریانا راډیو او ټلویزیون (ATN) له لارې پر ژوندۍ او قانوني بڼه خپره شي.

داځل د سپورټ او سپورټي ټولنې د ودې او پراختیا لپاره ATN ژمنه کړې، چې دا سیالۍ به په کابل کې ترسره شي. دا ټورنمنټ د افغانستان د بلیارډ او سنوکر فډراسیون پر همکارۍ د ATN لخوا په پام کې نیول شوی دی.

د هېواد شپاړس غوره سنوکر لوبغاړي به په دې یو اوونیز ټورنمنټ کې د اتلولۍ لپاره سیالي وکړي.

ګروپي پړاو سې‌شنبه او چارشنبه هره ورځ پر ۴ لوبو ترسره کیږي. ټول لوبغاړي به بیا حذفي پړاو ته ولاړ شي، چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ترسره کیږي.

د کوارټر فاینل لوبې د شنبې پر ورځ د سلواغې پر اووه‌ویشتمه / د فبرورۍ پر پېنځلسمه او نیمه پایلوبه د یکشنبې پر ورځ ترسره کېږي. د اونۍ پای به له فاینل سره پای ته ورسیږي، چې د دوشنبې پهرورځ د سلواغې نهه‌ویشتمه / د فبروري اووه‌لسمه ټاکل شوې ده.

د لوبو ګډونوال څوک دي؟

د هغو لوبغاړو تر منځ، چې باید ورته پاملرنه وشي؛ صالح محمدي دی، چې په ۵۳ کلنۍ کې د هېواد لومړی مقام لري.

د ښي لاس دا لوبغاړی له ۱۹۹۰ ز. کال راپدېخوا په سیالیو کې لوبه کوي او له ۵۰ څخه په ډېرو نړیوالو ټورنمنټونو کې یې ګډون کړی دی.

یو بل د درانده وزن لرونکی ۳۵ کلن ښي‌لاسی نوید نادري دی، چې په هېواد کې دوه‌یم مقام لري.

په هېواد کې د درېیم مقام لرونکی علي احمد دی، چې هغه هم لوبې ته ولاو دی او د سې‌شنبې پر ورځ به په درېیمه لوبه کې ولوبیږي. دی هم د ښي‌لاس لوبغاړی دی.

د ټورنمنټ بڼه

په ګروپي پړاو کې لوبغاړي به په اووه چوکاټونو کې سیالي وکړي. ناک آوټ پړاو او کوارټر فاینل دواړه به نهه چوکاټونه وي. نیمه پایلوبه به ۱۱ چوکاټونه او وروستۍ لوبه به ۱۳ هغه وي.

لوبغاړي او د لوبې جوړښت

ATN به دا پروګرام پر ژوندۍ او ځانګړي بڼه د سې‌شنبې دسلواغې درړیشتمه / د فبرورۍ یوولسمه او چارشنبه د سلواغې څلیریشتمه / د فبرورۍ دولسمه د ماسپښین پر ۳ بجو پیل کړي.

لومړۍ لوبه: سې شنبه - م. صالح محمدي د ساحل ابراهیمي پر وړاندې. لوبه د ماسپښین له ۳ بجو وروسته پیل کیږي.

دوه‌یمه لوبه: سې‌شنبه – م. اقبال حساس د نوید نادري پر وړاندې. لوبه د مازدیګر پر ۴:۲۵ پیل کیږي.

درېیمه لوبه: سې‌شنبه - علي احمد د صدیق محمدي پر وړاندې. سیالي د ماښام پر ۵:۳۵ پیل کیږي.

څلورمه لوبه: سې‌شنبه – م. رییس هوتک د علي سخي پر وړاندې. خپرونه پر ۶:۵۰ پیل کیږي

پېنځمه لوبه: چارشنبه - زلمی سلام‌خېل د اسماعیل محمدي پر وړاندې. سیالي د ماسپښین پ ۳ بجو پیل کیږي.

شپږمه لوبه: چارشنبه - اجمل یوسفزی د حسیب‌الله سلطاني پر وړاندې. سیالي پر ۴:۲۵ پیل کیږي.

اوومه لوبه: چارشنبه - محمد میر نورزی د ابراهیم محمدي پر وړاندې. سیالي د ماښام پر ۵:۳۵ پیل کیږي.

اتمه لوبه: چارشنبه - نادر خان روحاني د م. عثمان محمدي پر وړاندې. سیالي د ماښام پر ۶:۵۰ پیل کیږي.

مینه‌وال دې د شته غوراویو د لیدلو لپاره لاندې لښتيی‌لیک(جدول) وګورئ.

په ټول هېواد کې د ې د سنوکر مینه‌وال د دغو زړه‌راکشونکو لوبو په اړه د وروستیو خبرتیاوو لپاره د آریانا ټلویزیون( ATN) او آریانا نیوز(ATNN ) ټولنیزې پاڼې وګوري.

Continue Reading

لوبی

راشد خان په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ تر ټولو مخکښ ویکټ اخیستونکی شو

له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.

Published

on

Rashid Khan

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نومیالی او وړ توپ‌اچوونکی راشد خان تېره شپه د سویلي افریقا د غوره لیګ په شل اوریزو لوبو کې د خپلو ویکټو شمېر ۶۳۳ ته ورساوه؛ دوه لوبغاړي لرې کړل او یو نوی نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

له دې مخکې دا ریکارډ د ویسټ انډیز له لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې په شل اوریزو لوبو کې یې ۶۳۱ ویکټې اخیستې وې.

د افغان او نړیوال کرکټ ځوان ستوري په لږ عمر کې دا ممکنه کړې، چې په راتلونکو کلونو کې خپل ریکارډ نور هم پیاوړی کړي.

هغه په ​​فیسبوک پاڼه کې لیکلي: "زه د خدای شکر ادا کوم، چې ما په کرکټ کې یوه بله لاسته راوړنه ثبت کړه." هر څه، چې یوو؛ د خپل وطن پر نوم یوو او هر پرمختګ، چې کوو د خپل وطن لپاره دی. زه خوښ یم، چې په نړیوالو شل اوریزو لوبو کې مې ۶۳۳ ویکټې واخیستې او په نړۍ کې لومړی توپ‌اچوونکی شوم. "ستاسې له دعاګانو او ملاتړ څخه یوه نړۍ مننه."

هغه مخکې د هند غوره لیګ په شل اوریزو سیالیو کې د نړۍ د غوره توپ‌اچوونکي لقب ګټلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۷ کال کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي او نومیالي توپ‌اچوونکي راشد خان ته د غوره دوه‌یمې درجې لقب ورکړی و.

Continue Reading

لوبی

عظمت الله عمرزي د ۲۰۲۴ کال د غوره کرکټ لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه

عمرزي د کرکټ نړیوالې شورا څخه دا جایزه ترلاسه کړې ده.

Published

on

د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی عظمت الله عمرزی د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنیو سیالیو د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.

عمرزي د کرکټ نړیوالې شورا څخه دا جایزه ترلاسه کړې ده.

د افغانسټان کرکټ بورډ ويلي، چې د هغه غوره هڅې او وړتیاوې د دې علت شوې، چې هېواد ته دا لوی مقام ثبت کړي.

کرکټ بورډ زیاته کړې، چې د عمرزي "ځانګړې او هر اړخیزه " هڅه د ۲۰۲۴ کال په سیالیو کې د هېواد د ملي کرکټ لوبډلې د بریاوو کېلي وه.

کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې عمرزی به په راتلونکو سیالیو کې نور هم ښه وځلېږي.

عمرزي د ۲۰۲۴ کال د کرکټ لوبو په پړاو کې ټولټال ۱۴ لوبې وکړې، چې په کې یې ۴۱۷ منډې جوړې او ۱۴ ویکټې یې واخیستې.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!