لوبی

آریانا ټلویزیون د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د خپراوي حق ترلاسه کړ

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۴, ۱۴۰۳

آریانا ټلویزیون خپلو مینه‌والو ته زیری ورکوي، چې د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام سیالیو د خپراوی قانوني او ځانګړې حق یې ترلاسه کړی او له ژمنې سره سم به د هېواد هر کور ته دا نړیوالې سپورټي سیالۍ رسوي.

آریانا ټلویزیون یو ځل بیا د کرکټ له نړیوالې شورا سره په ګډه کار کړی، چې خپله دا هڅه شونې کړي.

د کرکټ نړیوالې شورا چارواکو د پنجشنبې پر ورځ څرګنده کړه؛ دوی ژمن دي، چې په ټول افغانستان کې خلک دې نړیوالو سپورټي پېښو ته له لاسرسي بې برخې نشي.

دا د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام نهم پړاو دی، چې د امریکا او کارابین پر کوربتوب به ترسره شي.

دغه سپورټي سیالۍ به د جون له لومړۍ څخه تر نهه‌ویشتمې پورې د ۲۰ بېلابېلو لوبډلو په ګډون ترسره شي.

د دې سیالیو د لومړي پړاو لپاره ۲۰ لوبډلې په څلورو ګروپونو کې وېشل شوي او هره لوبډله به د خپل ګروپ له نورو غړیو سره لږ تر لږه څلور لوبې کوي.

د هر ګروپ دوه غوره لوبډلې بیا Super 8s پړاو ته ځي او د هر ګروپ درې لوبډلې له لوبېدا پاتې کیږي.

په Super 8s  پړاو کې پاتې اته لوبډلې پر دوه نورو ګروپونو وېشل کیږي او لوبډلې باید نیمه پایلوبې ته تر رسېدو پورې د خپلو ګروپي سیالانو پر وړاندې درې لوبې ترسره کړي.

د Super 8s  د هر ګروپ د دوه غوره لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې پړاو ترسره کیږي، چې ګټونکي به بیا د جون پر نهه‌ویشتمه په بارباډوس کې یوازنۍ پایلوبې ته لار ومومي.

د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د سیالیو د ترسره کېدا ځایونه

د سیالیو په بهیر کې به د امریکا درې او د کارابین شپږ ځایونه وکارول شي.

شپاړس سیالۍ به په لاډرهیل، ډالاس او نیویارک کې ترسره شي. د هند او پاکستان تر منځ زړه‌راکښونکې لوبه به د جون پر نهمه د نیویارک د لانګ آیلینډ د ناساو په نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

څلور‌څلوېښت سیالۍ به د شپږ بېلابېلو هېوادونو ترمنځ په کارابین او نیمه پای لوبې به په ټرینیډاډ، ټوباګو او ګویان کې ترسره شي.

هره لوبه، چې مساوي پای ته ورسیږي؛ یو سوپر اور به ترسره او که سوپر اور هم مساوي شي، نو تر هغې به نور سوپر اورونه ترسره کیږي، چې یو ګټونکی معلوم شي.

د نیمه پایلوبې او پایلوبې د سیالیو د غوراوي او ترسره کېدا د بشپړ ډاډ لپاره پوره وخت لرو.  

آریانا ټلویزیون به دا سیالۍ ځانګړې او ژوندۍ خپروي او د سیالیو خبرونه او معلومات هم په منظم ډول خپریږي؛ ځکه، نو د تازه معلوماتو لپاره د دې اوبپاڼې لیدل مه هیروئ.

Trending

Exit mobile version