Connect with us

لوبی

آسترالیا به د یکشنبې پر ورځ په کرکت نړیوال جام پایلوبه کې له هند سره ولوبيږي

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۲۷, ۱۴۰۲

د کرکت نړیوال جام پېنځه ځلې ګتونکې آسترالیا د پنجشنبې پر ورځ د جنوبي آفریقا پر ماتولو بریالۍ شوه، چې د هند پروړاندې د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام سیالیو پایلوبې ته لار ومومي.

د رویترز د څرګندونو له مخې؛ آسترالیا د سویلي آفریقا لوبډله پر ۲۱۲ منډو له ډګره وویسته او دیوید میلر ۱۰۱ منډې وکړې.

د آاسترالیا لپاره مچل ستارک او پیت کمینز درې درې ویکتې واخیستې. جوش هزلوود او تراویس هید دوه دوه ویکتې واخیستې.

په هرصورت، د هدف تعقیب دومره آسانه نه و لکه څنګه، چې استرالیا غوښتل.

د لوبې غوره لوبغاړی د آسترالیا له لوري ترویس هید، چې ۶۲ منډې یې وکړې؛ لوبډله یې له ښه پیل برخمنه کړه، خو بیا د توپ‌وهنې په بهیر کې د توپ‌وهونکیو سوځېدل د لوبډلې لپاره د اندېښنې لامل شو.

سویلي آفریقا اجازه ورنه‌کړه، چې ډېر څه ترلاسه کړي؛ خو د دوی لږ منډو آسترالیا ډاډه کړه، چې پر پاتې ۱۶ توپونو پر درې ویکتو لوبه وګټي او د اړوند سیالیو پایلوبې ته ورسیږي.

لوبی

د افغانستان او ایران فوټسال لوبډلې ۲-۲ مساوي شوې

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په چوکاټ کې خپله دوه‌یمه لوبه له ایران سره ۲-۲ مساوي کړې.

په هغه لوبه کې، چې نن (پنجشنبه د لړم پنځلسمه ) د سعودي عربستان په ریاض کې ترسره شوه، سید مجتبی حسیني او مهدي نوروزي د افغانستان لپاره ګولونه ووهل.

د هېواد فوټسال لوبغاړو، چې د دې سیالۍ په لومړۍ لوبه کې یې تاجکستان ته ماتې ورکړې ده؛ د راتلونکې شنبې پر ورځ به د ګروپي پړاو په وروستۍ لوبه کې له مراکش سره مخ شي.

Continue Reading

لوبی

د کابل په لویدیځ کې د فوټسال له ملي اتلانو بې ساری هرکلی وشو

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

Published

on

د افغانستان فوټسال لوبډلې په آسیایي اتلولۍ کې د ایران پر وړاندې ​​له تاریخي بریا وروسته په کور دننه او بهر افغانانو خپله دغه لاسته راوړنه د افغان سپورت په تاریخ کې یوه بې ساري او ویاړلې پېښه وبلله.

د ملي لوبغاړو له بېرته راستېدا سره سم د کابل د لویدیځ په دشت برچي سیمه کې هم د خلکو د هرکلي بې سارې شېبې له ټولنیزو رسنیو خپرې شوې.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې د دشت برچي سړکونه د سیمې له زرګونو اوسېدونکو ډک دي له لېوالتیا سره د خوښۍ او ویاړ پر غږ پورته کولو له افغان آسیایي اتلانو تود او بې ساری هرکلی کوي.

دغه پراخه لېوالتیا د افغانانو د یووالي او ملي ویاړ څلی ګرځېدلی او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې ورسره د خلکو پوره مینه وځلول شوه.

Continue Reading

لوبی

افغان فوټسال ۱۷ کلنې لوبډلې په آسیايي سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

Published

on

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو د آسیایي سیالیو په نیمه‌ پایلوبه کې ټایلینډ ته ۹ ـ ۱ ماتې ورکړه او د ۲۰۲۵ کال د آسیا ځوانانو پایلوبې ته لار پیدا کړه.

د افغانستان ځوانې لوبډلې د لوبې په بهیر کې نه‌ستړې کېدونکې هڅې ترسره  او خپل  ځانګړی هوډ ښکاره کړ. له دې بریا سره، افغانستان د اتلولۍ پایلوبې ته ورسېد.

افغانستان به د پنجشنبې پر ورځ له خپل سیمه‌‌ییز ځواکمن سیال ایران سره مخ شي او دواړه لوبډلې به د آسیایي ځوانانو لوبو اتلولۍ ته د رسېدو لپاره ولوبیږي.

د سپورټ شنونکو د افغان ځوانانو له تاکتیکي نظم او بریدګر مزاج ستاینه کړې او د دوی پرمختګ یې په افغانستان کې د فوټسال د پرمختګ لپاره یو د ټینګار وړ پړاو وباله.

دې تاریخي بریا په ټول هېواد کې د فوټسال مینه‌والو ترمنځ جشنونه راوپارول او ډېر یې د افغان فوټسال راتلونکي ته هیله من کړل.

د یادونې ده، چې ۱۷ کلنه فوټسال ملي لوبډله به د دې سیالیو په پایلوبه کې سبا پنجشنبه له ایران سره مخ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!