تازه خبرونه
آلمان له ازبکستان سره د مهاجرت هوکړه لاسلیک کړه
شولز د یکشنبې پر ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره له کتنې وروسته ویلي؛ مونږ د بااستعداده کارګرانو د اړتیا وړ مهاجرت ته اړتیا لرو، چې اقتصاد به مو ورسره وده وکړي.
د آلمان لومړي وزیر اولاف شولز ویلي؛ آلمان له ازبکستان سره یوه داسې هوکړه لاسلیک کړې، چې له مخې به یې د اقتصادي ملاتړ لپاره د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه ماهر کارګر آلمان ته مهاجر شي او د ځینو نورو مهاجرو په بېرته ستنېدو کې مرسته وکړي.
شولز د یکشنبې پر ورځ د ازبکستان په سمرقند ښار کې د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره له کتنې وروسته ویلي؛ مونږ د بااستعداده کارګرانو د اړتیا وړ مهاجرت ته اړتیا لرو، چې اقتصاد به مو ورسره وده وکړي.
شولز پرته له دې، چې توضیحات ورکړي ویلي؛ دواړو هېوادونو د هغو کسانو لپاره، چې باید بېرته لاړ شي پر ساده، غیر بیوروکراټیک طرزالعملونو هم موافقه وکړه.
هغه د رسنیو هغو ګونګوسیو ته ځواب ورنکړ، چې ګنې له ازبکستان سره تړون به د هغو افغانانو د ایستلو لپاره هم کار وکړي، چې جرم یې کړی وي.
هغه زیاته کړې: بل دا، چې له نیکه مرغه په ډېرو برخو کې د همکارۍ په اړه محرمې خبرې روانې دي.
جرمني د اګست پر دېرشمه ویلي وه؛ له سیمهییزو ټاکنو څخه څو ورځې مخکې، چې مهاجرت د کمپاین مسله وه خپل هېواد ته د مجرم پېژندل شویو افغان وګړیو جبري ایستل بیا پیل کړي.
برلین په ۲۰۲۱ ز.کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د بشري حقونو د اندېښنو له کبله افغانستان ته د خلکو راتګ ودراوه.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې: د آلمان کورنیو چارو وزیرې نانسي فایسر، چې له شولز سره یې په سمرقند کې اړوند هوکړه لاسلیک کړی ویلي؛ هغه افغانستان ته د نورو الوتنو پلان لري، چې سرغړوونکي افغان وګړي جبري وباسي.
فایسر وایي: خو مونږ به وګورو، چې له کومو هېوادونو سره د همکارۍ له مخې دا کار تر سره کړو.
د جرمني حکومت په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره کومې اړیکې نلري؛ خو د قطر پر منځګړیتوب یې په اګست کې د جرمني د وتلو لومړۍ الوتکه تر سره کړه.