کوید۱۹
آلمان له ۲۰۰۰۰۰ ډېرې د کرونا ویروس پیښې ثبت کړې
(Last Updated On: سلواغه ۷, ۱۴۰۰)
د رویټرز د راپور له مخې؛ په جرمني کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس څه باندې ۲۰۰ زره مثبتې پیښې ثبت شوې دي.
په ټول آلمان کې د کرونا ویروس مثبت پېښې له څه وخت راپدیخوا ډېرې شوې دي.
د دغه راپور له مخې؛ په جرمني کې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا د کرونا ۲۰۳۱۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۸۸ کسان له کرونا مړه شوي دي.
رویټرز زیاته کړې، چې د دې شمېر له ثبتولو سره په آلمان کې له کرونا څخه ۱۱۷۳۱۴ کسان مړه شوي دي.
د راپور له مخې؛ د آلمان ۷۵ سلنه وکړيو د کرونا ویروس لږ تر لږه یو دوز واکسین اخیستی او اوس د دغه هېواد وکیلان هڅه کوي، چې د کرونا واکسین جبري کړي.
چانسلر د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکیو خلکو ته د کرونا ویروس له واکسین کولو ملاتړ کوي، خو ائتلافي حکومت ورسره همغږی ندی.