تازه خبرونه
آمنه بلوچ او روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه خبرې وکړې
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې آمنه بلوچ او روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د پرمختګونو او د د دې هېواد د بشري ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په اسلامآباد کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې آمنه بلوچ او روزا اوتونبایوا په افغانستان کې د پرمختګونو او د د دې هېواد د بشري ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آمنه بلوچ په اسلامآباد کې د نجونو د تعلیمي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره وکتل. د غونډې پر مهال دواړو خواوو په افغانستان کې د پرمختګونو او د ننګونو د حل لپاره د نړیوالې ټولنې د هڅو په اړه بحث وکړ. دوی د دې هواد د بشري چارو په اړه نظرونه تبادله کړل.
د افغانستان او پاکستان اړیکې دا مهال ښې نه ښکاري. په دې اړه ويل کیږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره پاکستان باید له افغانستان سره خپله د لسیزو پخوانۍ امنیتي پالیسي بدله کړي.
په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ویلي، چې اسلامآباد د پاکستانيو طالبانو په ګډون له وسلوالو ډلو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت په قانع کولو کې پاتې راغلی دی.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې کابل د پاکستان د امنیت مسوولیت نلري او اجازه به ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکارول شي.
د کابل او اسلامآباد ترمنځ اړیکې ډېرې لوړې او ژورې لري؛ خو په دې وروستیو کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د هوايي بریدونو له کبله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې له بل هر وخت ډېرې ترینګلې او خرابې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پوځ مشر په خیبر پښتونخوا کې د یوشمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره لیدلي او هغو له کابل سره پر تعامل ټینګار کړی دی.
تازه خبرونه
افغانستان په پاکستان کې د روان جنګ پر ضد د پاکستان د فتوا غوښتنه رد کړه
رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نهول.
نن( چارشنبه د لړم یوویشتمه ) په یوه خبري کنفرانس کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال او له پاکستان سره د مذاکره کوونکي پلاوي غړي رحمت الله نجیب ویلي، چې د مذاکراتو په بهیر کې پاکستاني پلاوي له افغان پلاوي وغوښتل؛ یوه داسې فتوا صادره کړي، چې په پاکستان کې روان جنګ پرې غیر عادلانه اعلان شي.
رحمت الله نجیب زیاته کړې؛ منځګړو هم له دې غوښتنې ملاتړ وکړ، ځکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ له حساسیتونو پوره خبر نهول.
هغه دا هم څرګنده کړه: افغان پلاوي په پیل کې دا ومنله، چې فتوا صادرېدی شي؛ خو ټینګار یې وکړ، چې د داسې حکم صادرول د دارالافتاء دنده ده او د دې ادارې هره پرېکړه باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وي، نه د شخصي غوښتنو یا بهرنیو فشارونو پر بنسټ.
د رحمت الله نجیب د څرګندونو له مخې؛ ممکن دا وضاحت پاکستاني لوري ته د منلو وړ نهوي؛ خو همدا توپیرونه د دې لامل شول، چې مذاکرات پرته له پایلو پای ته ورسیږي.
تازه خبرونه
په افغانستان کې د څارویو وبا له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې وګواښل
دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (ایف ای او) خبرداری ورکړی، چې د څارویو وبا ناروغۍ (PPR) په افغانستان کې له ۲۱ میلیون ډېر پسونه او وزې ګواښلي دي.
دې ادارې ویلي، چې د څارویو طاعون (PPR) یوه ډېره ساري او چټکه لېږدېدونکې ناروغي ده.
دې ادارې زیاته کړې؛ د آسیا پراختیایي بانک او بریټانیا د افغانستان د څارویو په ژغورنه کې مرسته کړې ده.
د ملګرو ملتونو د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ له دې واکسینو موخه د ناروغۍ د خپرېدنې مخنیوی دی. له ۱۹۹۶ کال راپدېخوا، چې په افغانستان کې د څارویو د وبا ګواښ ته پام راوښتی دی. دا ناروغي اوس هم مالدارۍ ته یو جدي ګواښ دی.
د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، د کابو کولو تدابیر یې د خپرېدو مخه نیسي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې(ایف ای او) په راپور کې راغلي:« د څارویو واکسین پیل په افغانستان کې د خوړو، سوداګرۍ او ژوند د پايښت لپاره هڅې خوندي ساتي؛ د وزو او پسونو وبا تر ډېره د افغانستان په شمال او ختیځو ولایتونو کې مالداران ځپلي دي.»
د هېواد یو شمېر مالدارانو ويلي، چې په روستیو دوه کلنو کې مالدارن له ګڼو روغتیا يي ستونزو سره مخ کړي او په لسګونو لوی او کوچني څار وي يي د ناڅرګندو نارغیو له کبله مردار کړي دي.
د دوی د څرګندونو له مخې، د دې نارغیو د مخنیوي لپاره د څارویو روغتیایي مرکز اوسهم شتون نلري.
د اقتصادي چارو کار پوهانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې خپور کړی راپور د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت باید په هېواد کې د مالدارۍ د پراختیا او مصونیت لپاره د څارویو روغتیايي مراکزونو ته پراختیا ورکړي.
د دې ادارې د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې د څړځایونو له کمېدا او وچکالۍ سره د مالدارۍ وده او پالنه ټکنۍ شوې، چې د ډېرو افغانانو پر ژوند یې ناوړه اغېز کړی دی.
ویل کیږي، چې دا مهال په کلیوالي سیمو کې شاوخوا ۶۸ سلنه خلک مالداران دي مالداري دي او همدا یې د ژوندانه لپاره د ګټې وټې یوازنۍ لار ده.
تازه خبرونه
د افغانستان اسلامي امارت په اسلامآباد کې رامنځته شوې چاودنه وغندله
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې رامنځته شوې چاودنه او د واڼه د اړوند سیمې پر یوه تعلیمي مرکز برید، چې په کې لسګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ټپیان شول؛ غندلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سې شنبې پر ورځ( د لړم شلمه ) د دې برید په اړه د اسلامي امارت خواشینې څرګنده کړې ده.
-
د هوا حالاتو بدلونونه3 days agoافغانستان په برازیل کې د اقلیمي بدلون کنفرانس ته ونهبلل شو
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی
-
تازه خبرونه3 days agoله افغانستان سره د اوربند د ټینګښت لپاره د ترکيې یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
-
تازه خبرونه4 days agoپه پنجشېر کې پارنده بند ۱۰۰ سلنه بشپړ شو
-
تازه خبرونه2 days agoپه تېرو ۱۵ ورځو کې له ۱۵۳ زره څخه ډېر افغان کډوال هېواد ته راستانه شول
-
څار4 days agoڅار: د کابل او اسلامآباد ترمنځ د خبرو درېیم پړاو
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه10 hours agoایران له امریکا سره د سولهییزې اټومي هوکړې په لټه کې دی
