لوبی

ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله

Published

on

د سې شنبې پر ورځ په کابل کې د افغانستان اتلانو لیګ په اوومه لوبه کې ابو مسلم فراه لوبډلې خراسان فاریاب لوبډلې ته ۶ د صفر پر توبیر ماتې ورکړه.

د همدې ورځې په دوه‌یمه لوبه کې د افغانستان اتلانو لیګ اتمه لوبه عینو مېنې وګټله او سرسبز یاشلر اف‌سي ته یې ۴ پر صفر ماتې ورکړه.

د ابو مسلم فراه له لوري سهراب افغان درې ګولونه، امان الله سرداري دوه ګولونه او احمد خالد مجیدي یو ګول ترسره او د ډګر اتلان شول.

سهراب افغان د افغانستان اتلانو لیګ لومړنی لوبغاړی شو، چې په یوه لوبه کې یې درې ګولونه ووهل او د دې لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

هغه له لوبې وروسته څرګنده کړه: لوبه ښه وه او ما د لوبډلې د غړیو پر همغږۍ درې ګولونه سیالې لوبډلې ته ورکړل.

د ابو مسلم فراه فوټبال لوبډله د ۸ ګولونو پر وهلو د لښتیلیک یا جدول په سر کې ده.

عینو مېنه د اووه ګولونو پر ترسره کولو دوه‌یم مقام لري.

آهن الله درمان د سرسبز یاشلر اف‌سي لوبډلې پر وړاندې په لوبه کې د غوره لوبغاړي نوم خپل کړ.

درمان د جام له خپلولو وروسته ویلي؛ خوښ یم، چې د عینو مېنې په لوبډله کې د کندهار د خلکو استازیتوب کوم او خپلو خلکو ته خوښۍ راوړم او دا بریا او جایزه د کندهار ټولو ولسونو په ځانګړي توګه خپلې کورنۍ ته وړاندې کوم.

د عینو مېنې لوبډلې له لوري آهن الله درمان ۲ ګولونه وهلي؛ احمد نبي مقدس او رامین حمیدي یو ـ یو ګول وهلی دی.

د سرسبز یاشلر اف‌سي لوبډلې مشر روزونکي د لوبډلې پر ماتې خواشیني څرګنده کړې او وایي، چې د لوبډلې د ماتې لامل د تجربه لرونکیو لوبغاړو نشتوالی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ هیله ده، چې په راتلونکیو سیالیو کې یې لوبډله ښه وځلیږي.

د چارشنبې په سیالۍ کې، چې د غرمي پر ۱:۰۰ پیلیږي؛ سرخ پوشان خوافي به له اټک انرژي اف‌سي سره لوبه وکړي. په داسې حال کې، چې استقلال کابل اف‌سي به له غرمې وروسته ۳:۳۰ له موج ساحل اف‌سي سره نهمه لوبه ترسره کړي.

دغه سیالۍ له آریانا ټلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپریږي.

Trending

Exit mobile version