تازه خبرونه
اتحاد هرات د فوټسال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
د اتحاد هرات لوبډلې د افغانستان فوټسال غوره لیګ په سیالیو کې صداقت کابل لوبډلې ته ۵ـ۳ ماته ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
دواړو لوبډلو په کابل کې زړه راکښونکې لوبه لسګونه نندارچیانو ته وړاندې کړه.
د هرات لوبډلې د احسان رحماني پر درې ګولونو او د مختار جوهري پر دوه ګولونو صداقت لوبډلې ته ماته ورکړه او آسیایي لوبو ته یې لار وموندله.
د اتحاد لوبغاړي جواد صفاري په لیګ کې د غوره ګول کیپر په توګه وټاکل شو او د صداقت لوبغاړی سید مهدي هاشمي د دې کال غوره لیګ لپاره غوره ګولوهونکی وټاکل شو.
د لیګ غوره لوبغاړي جایزه جواد حیدري ته ورکړ شوه.
دا لیګ ، چې د آریانا تلویزیوني شبکې لخوا په رسمي ډول خپریده ، د دسمبر پر ۱۵ پیل شوی.
په دې لیګ کې لس لوبډلو؛ درې د کابل، دوه د هرات او هر یو یې د هېواد په کچه د فوټسال پېنځه زونونو څخه یوې یوې لوبډلې په کې برخه اخیستې وه.