تازه خبرونه

اتریش به له آلمان سره د مجرمو افغانانو په جبري ایستلو کې ګډې هڅې وکړي

ویانا وايي، چې غواړي له برلین سره د جبري ایستلو په برخه کې ګډه همکاري وکړي.

Published

on

اتریش ویلي؛ له آلمان سره به د هغو افغانانو د جبري ایستلو په برخه کې ګډې هڅې وکړي، چې په جرمونو محکوم دي، بیرته افغانستان ته استول کیږي.

ویانا وايي، چې غواړي له برلین سره د جبري ایستلو په برخه کې ګډه همکاري وکړي.

یورونیوز د شنبې پر ورځ ( د وږي لسمه) خبر ورکړ، چې په دې هېواد کې د امنیتي وضعیت د بدلون له کبله به د افغان کډوالو د ایستلو جبري لړۍ پیل شي.

د اټریش د کورنیو چارو وزیر له ډېر وخت راپدېخوا د آلمان د کورنیو چارو له وزیر سره په دې اړه خبرې اترې کړي، چې څنګه کولی شوو افغانستان ته د جبري ایستلو ستونزه حل کړو؛ ځکه، چې اتریش همدا اوس افغانان او د سوریې وګړي شړلي دي. اوس بل ګام دا دی، چې دا خلک نېغ پر نېغه افغانستان یا سوریې ته واستوو.

د آلمان کورنیو چارو وزیر ګرهارډ کارنر د آلمان دغه پرېکړه ډېره ښه یاده کړې.

د روان کال په مارچ کې هغه په ​​دې اړه خپله ارزونه وړاندې کړې، چې آیا افغانستان او سوریې ته د جبري ایستلو په اړه د اروپايي ټولنې مخالفت اړین او بېړنی دی او که نه.

کارنر په دې اړه په بروکسل کې ویلي: اوسمهال مونږ نشو کولی یو څوک د سوریې یا افغانستان په څیر هېوادونو ته بېرته واستوو؛ ځکه، چې دا به د اروپايي اتحادیې د قانون خلاف وي.

په اتریش کې، دا دوه هېوادونه د ټولو پناه غوښتونکیو شاوخوا درې پر څلورمه برخه جوړوي.

د اتریش د مهاجرت او پناغوښتنې فدرالي ادارې له دې مخکې ویلي وه، چې په هېواد کې د بدلیدونکي امنیتي وضعیت له کبله د پېښو پر بنسټ افغانستان ته د جبري ایستلو اجازه لري.

د رویټرز د راپور له مخې؛ دا پرېکړه له هغې ورته تر کار لاندې ونیول شوه، چې آلمان د جمعې پر ورځ ( د وږي نهمه ) ۲۸ افغانان، چې په دې هېواد کې پر جرمونو محکوم شوي وه؛ د قطر پر منځګړیتوب افغانستان ته وايستل.

آلمان له ۲۰۲۱ کال راپدېخوا  او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته د لومړي ځل لپاره د دغو ۲۸ افغانانو د جبري ایستلو له کبله د بشري حقونو د ډلو تر نیوکو لاندې راغلی دی.

د آلمان بښنې نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی، چې دا جبري ایستنې کیدی شي آلمان له بشري حقونو څخه پر سرغړونو او له اسلامي امارت څخه پر ملاتړ تورن کړي.

Trending

Exit mobile version