سیمه ییز خبرونه

احمد الشرع د سوریې د لنډمهاله ولسمشر په توګه معرفي شو

رویټرز راپور ورکړی، چې د بشارالاسد پر حکومت د برید د رهبري کوونکي پوځي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع د انتقالي پړاو لپاره د لنډمهالې مقننه شورا د جوړولو واک هم په لاس کې واخیست او د سوریې اساسي قانون وځنډول شو.

Published

on

د سوریې واکمن احمد الشرع د چارشنبې پر ورځ د هېواد لنډمهاله ولسمشر وټاکل شو.

رویټرز راپور ورکړی، چې د بشارالاسد پر حکومت د برید د رهبري کوونکي پوځي قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ احمد الشرع د انتقالي پړاو لپاره د لنډمهالې مقننه شورا د جوړولو واک هم په لاس کې واخیست او د سوریې اساسي قانون وځنډول شو.

دا پرېکړې د هغو پوځي قومندانانو په غونډه کې شوي، چې د اسد د رژیم په نسکورولو کې یې برخه اخیستې وه.

احمد الشرع په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي؛ په سوریه کې ترټولو مهم لومړیتوب دا دی، چې په حکومت کې تشه “په قانوني او مشروع ډول” ډکه شي.

هغه دا هم ویلي، چې مدني سوله باید د انتقالي عدالت او د غچ اخیستنې د مخنیوي له لارې وساتل شي؛ دولتي ادارې، د پوځي او امنیتي ادارو پر مشرۍ باید بیا جوړې شي او اقتصادي بېخبنا( زیربنا ) باید پراختیا ومومي.

احمد الشرع ژمنه کړې؛ د سیاسي لېږد بهیر به پیل کړي، چې په کې یو ملي کنفرانس، یو ټولګډونه حکومت او په پای کې ټاکنې شاملې دي.

هغه ویلي، چې د ټاکنو ترسره کول ممکن څلور کاله وخت ونیسي.

د چارشنبې ورځې په اعلان کې دا ندي ویل شوي، چې کله به یو نوی مقننه ارګان وټاکل شي یا د سیاسي لېږد د مهال‌وېش لپاره نوي توضیحات وړاندې شوي ندي.

د قطر حکومت په یوه خبرپانه کې د سوریې له وروستۍ هڅې هرکلی کړی دی.

Trending

Exit mobile version