سیمه ییز خبرونه

اردوغان د ولسمشرۍ د نوې پړاو لوړه وکړه

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۲

رجب طیب اردوغان د شنبې پر ورځ ( د غبرګولي دیارلسمه ) د نوي پېنځه کلن ولسمشریز پړاو لپاره لوړه وکړه او پر ترکیې د واکمنۍ درېیمه لسیزه یې پیل کړه.

رجب طیب اردوغان د ترکیې د پارلمان د پرانیستې په مراسمو کې، چې د دغه هېواد له دولتي تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېده ویلي: د ولسمشر په توګه د ترکیې د ملت او د ستر تاریخ د موجودیت او خپلواکۍ د ساتنې په خاطر پخپل شرافت سوګند کوم، چې اساسي قانون، د قانون حاکمیت، دیموکراسۍ او د اتاترک اصولو او اصلاحاتو ته به ژمن پاتې شم.

رجب طیب اردوغان د لوړې په مراسمو کې له وینا وروسته د ترکیې د لومړي ولسمشر مصطفی کمال اتاترک عکس ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

د اردوغان د لوړې مراسم د څه باندې ۷۸ هېوادونو د مشرانو او استازیو په حضور کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د ۳۴ هېوادونو مشرانو او د لسګونو هېوادونو لوړ پوړیو چارواکو حضور درلود.

Trending

Exit mobile version