Connect with us

سیمه ییز خبرونه

اردوغان په زلزله ځپلیو سیمو کې ۳ میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړ

Published

 on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۱)

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغې مرګونې او ویجاړوونکې زلزلې، چې د دوشنبې پر ورځ ( د سلواغې ۱۷) یې د ترکیې جنوب ختیځې او د سوریې شمال لویدیځې برخې ویجاړې او پر زرونو خلک مړه کړل؛ ۳ میاشتنی بېړنی حالت اعلان کړ.

د راپورونو له مخې؛ اردوغان په یوه تلویزیوني وینا کې څرګنده کړې: نن مونږ په زلزله ځپلیو سیمو کې درې میاشتنی بېړنی حالت اعلانوو.

اردوغان دا هم ویلي؛ ۷۰ هېوادونو د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې د مرستې وړاندیز کړی او په پام کې لري، چې په لویدیځ کې د انتالیا په سیاحتي مرکز کې هوتلونه پرانیزي او په لنډمهاله توګه زلزله ځپلیو  ته په کې ځای ورکړي.

اردوغان څرګنده كړې، چې په تركيه كې د زلزلې د قربانيانو شمېر ۳۵۴۹ کسانو ته رسېدلى او د تركيې څو ولايتونه زلزلې لړزولي، چې په کې شاوخوا ۱۳ ميليون وګړي ژوند كوي.

د سپوتنیک د څرګندونو له مخې؛ اردوغان د زلزلې د اغېزو د درملنې لپاره ۱۰۰ میلیارد ترکي لیرې( نږدې ۵ اعشاریه ۳ میلیارد دالر) هم  ځانګړي کړي دي.

سیمه ییز خبرونه

د پوهنې وزیر او رییسانو په کندهار کې د اسلامي امارت له مشرتابه سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۷, ۱۴۰۲)

د پوهنې وزارت څرګنده کړې، چې د یکشنبې پر ورځ ( د غبرګولي ۱۴ ) د دې وزارت وزیر مولوی حبیب‌الله آخوند په کندهار ولایت کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د پوهنې له رییسانو سره یو ځای د افغانستان اسلامي امارت له مشرتابه مولوي هبة‌الله آخوندزاده سره کتلي دي.

د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د ولایتونو د پوهنې رییسانو هر یو د پوهنې په برخه کې خپل اصلاحي پلانونه، لاسته راوړنې، پرمختګونه، ستونزې او وړاندیزونه د اسلامي امارت له مشر سره شریک کړل.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ولایتي ادارو له مرستندویانو سره خپل لومړیتوبونه شریک کړل

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۲)

د یو شمېر ولایتونو والیان او د سکتوري وزارتونو استازي په کابل کې د یوه مرستندویه بنسټ لخوا را وبلل شول، چې د پوهنې، روغتیا، کرنې او بیا رغونې په برخو کې خپل لومړیتوبونه او اړتیاوې شریکې کړي.

چارواکو ویلي، چې ولایتونه سختو جګړو ځپلي او په تېرو شل  کلونو کې ولایتي  پروژې یوازې د کاغذ پر مخ پاتې او په عمل کې هیڅ کار نه‌دی شوی.

مرستندویانو سره د لومړیتوبونو د شریکولو په ګډه غونډه کې د بامیان ولایت والي ویلي، چې په تېرو شل کلونو کې دولتي او نادولتي مرستندویو بنسټونو د هېواد په لرې پرتو سیمو کې هیڅ بنسټیز کار نه‌دی کړی.

ده د بامیانو یادونه وکړه، چې په دې ولایت کې روغتیا، پوهنې، کرنې او بیا رغونې ته جدې اړتیا ده او مرستندویه بنسټونه باید له حکومت سره همکار پاتې شي.

د بامیان ولایت والي عبدالله سرحدي وایي: په تېر کې د هېواد په لریو پرتو سیمو کې د موسسو لخوا هیڅ خدمت نه‌دی شوی او حکومت  باید د دې ستونزو د حل کولو لپاره دقیق پروګرامونه جوړ کړي.

د پوهنې وزارت د د ینې زده‌کړو او دارالایتامونو عمومې رییس ویلي، چې په لریو پرتو ولسوالیو کې د زده‌کړي بهیر له سختو ستونزو سره مخ دی.

د پوهنې وزارت د دیني زده‌کړو عمومي رییس عبدالرازق صدیقي ویلي: زمونږ د زده‌کړو په سیستم کې ډېرې ستونز دي او دې ته باید جدي پاملرنه تر سره شي او حکومت باید له‌دې موضوع  سره پوره برخورد وکړي.

 په دې غونډه کې د محمد قیس ارغندیوال خیریه بنست استازي انجنیر محمد خالد ژمنه وکړه، چې په ټولو ولایتونو کې به دارالایتامونه جوړوي او د پوهنې، روغتیا او کرنې په برخو کې به د خلکو او دولت لاسنیوی کوي.

د زابل ، میدان وردګ، بامیان، پروان، خوست، غزني او نورو ولایتونو مسوولین له کورنیو مرستندویانو غواړي، چې په دې نازکو شرایطو کې د هېواد په رغونه کې پراخه ونډه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ را وروسته زیاترو مرستندویو بنسټونو په افغانستان کې خپلې چارې ځنډولي دي او د بیا رغونې چارې هم پیکه شوې دي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په هند کې د ریلګاډي د قربانیانو د موندلو هڅې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۱۴, ۱۴۰۲)

د یکشنبې پر ورځ په هند کې د ریلګاډو له ټکر وروسته ژغورونکي او د کورنیو غړي د قربانیانو د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.

د رویترز خبري آژانس د راپور له مخې؛ لږ تر لږه ۲۸۸ کسان د جمعې پر ورځ هغه مهال مړه شول، چې یو مسافر وړونکي ریلګاډی د ختیځ اودیشا ایالت بالاسور ولسوالۍ ته نږدې له یوه بل ریلګاډي سره ټکر شو.

پېنځه نور جسدونه هغه ښوونځي ته وړل شوي، چې د یکشنبې پر سهار د پېښې ځای ته نږدې د سړخونې په توګه کارول کیده.

یو روغتیایی کارکونکی ویلي: مونږ نه پوهیږو، چې نور څومره جسدونه راځي.

د هند د اوسپنې پټلۍ ادارې ويلي، چې په ورځ کې له ۱۳ میلیون ډېر مسافر لېږدول کیږي؛ خو د پخوانیو بېخبناوو له کبله د خوندیتوب ښه تاریخ نه‌لري.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د شنبې پر ورځ د پېښې ځای ته ورغی او له ژغورونکیو سره یې خبرې وکړې.

هغه د ریلګاډي د واګونونو له بېلابېلو برخو هم کتنه کړې او له شاوخوا ۱۲۰۰ ټپیانو سره یې لیدلي هم دي.

د سویل ختیځ د اوسپنې پټلۍ ریاست ویلي، چې د لومړنيو راپورونو له مخې پېښه په سیګنال کې د خرابۍ له کبله رامنځته شوې ده.

د لویدیځ بنګال ایالت څخه بایساخي دار، چې د خپل میړه په لټه کې وه، ویلي، چې پولیسو مونږ ته زنګ وواهه او له مونږ څخه یې وغوښتل، چې راشو.

هغې زیاته کړې، چې د مېړه بکس او موبايل يې موندل شوی؛ خو په اړه يې نور معلومات نه‌لري.

د اوسپنې پټلۍ وزارت تویت کړی، چې د ژغورنې په عملیاتو کې له زر څخه زیاتو خلکو برخه اخیستې ده.

د اورګاډي وزیر اشویني وایشناو د شنبې پر ورځ ویلي، چې د مړو شویو کسانو کورنیو ته به یو میلیون روپۍ (۱۲۰۰ دالر) د تاوان په توګه ورکړ شي. په داسې حال کې، چې جدي ټپیان شوي به دوه سوه زره روپۍ او هغه کسان، چې لږ ژوبل شوي پنځوس زره روپۍ ترلاسه کړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!