نړۍ

اروپايي اتحادیې د مهاجرت په قوانینو کې پر اصلاحاتو هوکړه وکړه

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۳۰, ۱۴۰۲)

د اروپايي اتحادیې حکومتونو، چارواکو او د اروپایي پارلمان استازیو د پناه غوښتنې او کډوالۍ قانون په اړه د اروپايي اتحادیې د نوي تړون په اړه له لومړنۍ هوکړې هرکلی کړی او څرګندوي، چې دې تړون بشري حقونو ته د درناوي ترڅنګ له پراخ غیرقانوني مهاجرت سره د مبارزې اصول او طرزالعملونه تازه کړي دي.

د دغه راپور له مخې: دغه قانوني سمونونه یا تعدیلات، چې د غړیو هېوادونو او د اروپايي ټولنې د قانون جوړوونکیو تر منځ له اوږدو خبرو اترو وروسته رامنځته شوي؛ تر دې دمه د شورا او اروپايي پارلمان له خوا رسمي منل شوي نه‌دي.

د اروپايي ټولنې په سمونونو او اصلاحاتو کې د غیرقانوني مهاجرت [کډوالۍ] چټکه ارزونه، د سرحدي توقیف ځایونو رامینځته کول، د رد شويو پناه غوښتونکیو د ایستنې چټکېدا او د یو همغږي میکانیزم رامنځته کول دي، چې پر سویلي هېوادونو فشار را کړي، چې د پراخ مهاجرت بهیر تجربه کوي.

د بښنې نړیوالې ټولنې، اکسفام او کاریتاس په ګډون لسګونه خیریه موسسو، چې له مهاجرو سره مرسته کوي؛ دغه بدلونونه “خطرناک” بللي او په یوه پرانیستي لیک کې یې څرګنده کړې، چې دا معامله به یو ظالمانه جوړښت رامنځته کړي، چې د پلي کېدو وړ نه‌دی.

د دغه راپور له مخې؛ اروپايي ټولنه د ناقانونه کډوالو د پناه غوښتنې د غوښتنلیکونو د زیاتوالي شاهده ده.

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې اداره وايي، ښايي سږ کال د پناه غوښتونکیو شمېر یو میلیون ته ورسېږي.

که څه هم د فرانسې، جرمني او هالنډ په ګډون د اروپايي ټولنې ډېرو هېوادونو هم د دغه تړون هرکلی کړی، خو پولنډ دغه تړون رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین له دې هوکړې هرکلی کړی او دا یې د مهاجرت د مدیریت لپاره یوه عادلانه او معقوله تګلاره یاده کړې ده.

Trending

Exit mobile version