تازه خبرونه
اروپايي هېوادونو روانډا ته د کډوالو پر لېږدولو هوکړه وکړه
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
ټاکل شوې، چې د دوشنبې پر ورځ پنځه اروپايي هېوادونه( جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ ) رونډا ته د هغو کډوالو د لېږدولو طرحه اعلان کړي، چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي. د دې طرحې له مخې، دغه کسان به په روانډا کې د کډوالو د بېرته ایستلو یوه مرکز ته ولېږدول شي.
تمه ده دغه هوکړه په ویانا کې اعلان شي.
دا هڅه د اروپايي ټولنې د هغو نویو مقرراتو له تصویب وروسته کېږي، چې د کډوالو د بېرته ایستلو بهیر چټکوي.
د دغو مقرراتو له مخې، د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه کولی شي له ټولنې بهر د کډوالو د بېرته ستنولو مرکزونه جوړ کړي.
د دې طرحې ملاتړ کوونکي حکومتونو ویلي، چې بنسټیزه موخه یې د ناقانونه کډوالۍ مخنیوی او د کډوالو د تګ مخه نیول دي؛ خو د بشري حقونو بنسټونو د کډوالو د حقونو له احتمالي سرغړونې او حسابورکولو لپاره د روښانه میکانیزم د نشتوالي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
روانډا سره له دې، چې د بشري حقونو د وضعیت او سیاسي آزادیو د محدودیتونو له کبله له نیوکو سره مخ ده؛ ځان یې د هغو کډوالو د منلو لپاره وړاندې کړی، چې لویدیځ هېوادونه یې د بېرته ایستلو هوډ لري.
دا طرحه یوازې هغه کډوال رانغاړي، چې په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدا لپاره یې ټولې قانوني لارې کارولي، خو غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.