نړۍ
اروپايي ټولنه د فلسطین له ادارې سره مالي ملاتړ زیاتوي
د مډیټرانې لپاره اروپايي کمیشنرې ډوبراوکا سوئیکا ویلي، چې دا مالي ملاتړ د فلسطیني ادارې له اصلاحاتو سره مل دی؛ ځکه، چې د نیوکه کوونکو لخوا د فساد او کمزورې حکومتدارۍ تور پرې لګول شوی دی.
د منځني ختیځ لپاره اروپايي کمیشنرې رویټرز ته د مرکې پرمهال ویلي، چې اروپايي ټولنه به د فلسطین له ادارې سره خپل مالي ملاتړ د شاوخوا ۱.۶ میلیارډ یورو (۱.۸ میلیارډ ډالرو) پر ارزښت د درې کلونو لپاره زیات کړي.
د مډیټرانې لپاره اروپايي کمیشنرې ډوبراوکا سوئیکا ویلي، چې دا مالي ملاتړ د فلسطیني ادارې له اصلاحاتو سره مل دی؛ ځکه، چې د نیوکه کوونکو لخوا د فساد او کمزورې حکومتدارۍ تور پرې لګول شوی دی.
سوئیکا ویلي: “مونږ له دوی څخه غواړو، چې ځانونه اصلاح کړي؛ ځکه له اصلاحاتو پرته به دوی دومره پیاوړي او باوري نهوي، چې نه یوازې زمونږ ته، بلکې د اسرائیلو لپاره هم خبرې اترې وکړي.”
د کمشنرې دا څرګندونې د دوشنبې پر ورځ په لوګزامبورګ کې د اروپايي ټولنې بهرنیو چارو وزیرانو او د لومړي وزیر محمد مصطفی په ګډون د لوړ پوړیو فلسطیني چارواکو ترمنځ د لومړي “لوړ پوړي سیاسي ډیالوګ” څخه مخکې وشوې.
رویټرز راپور ورکړی؛ اروپايي ټولنه د فلسطینیانو لپاره ترټولو لویه مرسته کوونکې ده او د اروپايي ټولنې چارواکي هیله لري، چې د لویدیځې غاړې فلسطیني اداره ممکن یوه ورځ د اسرائیلو او حماس وسلوالو ترمنځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته د غزې مسوولیت پر غاړه واخلي.
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت تر اوسه پورې د فلسطین حکومت ته د غزې د سپارلو مفکوره رد کړې او د اروپايي ټولنې د دوه دولتونو د حل لارې پراخ هدف څخه یې ډډه کړې، چې په کې د فلسطیني دولت جوړول هم شامل دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ سوئیکا ویلي، چې ۶۲۰ میلیون یورو به د مالي ملاتړ او د فلسطین د حکومت د اصلاحاتو لپاره، ۵۷۶ میلیون یورو به په لویدیځه غاړه او غزه کې د “مقاومت او بیا رغونې” لپاره او ۴۰۰ میلیون یورو له اروپا پانګونې بانک څخه په پورونو کې ورکړ شي، چې د بانک د اداري بورډ لخوا تصویب ځانګړي شي.
هغې ویلي، چې په تېرو ۱۲ کلونو کې د PA لپاره د اروپايي اتحادیې منځنی ملاتړ شاوخوا ۴۰۰ میلیون یورو دی.
سوئیکا وایي: “مونږ اوس په فلسطیني اداره کې په باوري ډول پانګونه کوو.”
زه فکر کوم، چې د امریکا پولاډ، چې د نړۍ یو له لویو شرکتونو څخه دی؛ باید زمونږ په هېواد کې پاتې شي.
