تازه خبرونه
اروپايي ټولنې د پوهنې له برخې سره ۲۷ میلیون ډالر مرسته وکړه
د اروپايي ټولنې چارسمبالې رفیلا یودیچه د افغانستان له خلکو سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو په لړ کې ویلي، چې اروپايي ټولنې د پوهنې د ښهوالي لپاره ۲۵ میلیون یورو مرسته کړې ده.
رفیلا یودیچه د چارشنبې پر ورځ ( د لیندۍ ۱۵نېټه) په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د ښوونیزو اسانتیاوو د ښه کولو لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو له وجهي صندوق (یونیسف) سره ۲۵ میلیون یورو (۲۷ میلیون ډالر) مرسته کړې ده.
میرمن رفیلا زياته کړې، چې د دې پيسو له مرستې سره به همهاله د افغانستان د ٣٨٥ ښوونځيو د بېخبناوو کيفيت هم ښه شي.
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې دغه پيسې به د تعليمي ودانیو پر بېخبناوو او د لومړنيو ټولګيو د زدهکړو اغو روزنې په برابرولو کې ولګول شي.
اروپايي ټولنې دا مرستې په داسې حال کې اعلان کړې، چې دوه ورځې مخکې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رفیلا یودیچه د پوهنې له سرپرست وزیر حبیبالله اغا سره په لیدنه کې ویلي وه، چې اروپايي ټولنه به په افغانستان کې د ۴۰۰ ښوونځیو د ودانیو د بیارغونې لپاره مرسته وکړي.