تازه خبرونه

اروپايي ټولنې د کډوالو د ایستلو لپاره د خوندي هېوادونو نوملړ اعلان کړ

د دې کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د دې اووه هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه به ډېر ژر وارزول شي او خپلو هېوادونو ته به بېرته ستانه شي.

Published

on

اروپايي کمیسیون د چارشنبې پر ورځ (د وري اووه‌ویشتمه) اووه هېوادونه د امن او خوندي هېوادونو په نوملړ کې شامل کړل او اعلان یې وکړ، چې له دې هېوادونو څخه اروپا ته د راغلو مهاجرینو لپاره د پناه ورکولو امکان نشته.

د دې کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د دې اووه هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه به ډېر ژر وارزول شي او خپلو هېوادونو ته به بېرته ستانه شي.

د خوندي هېوادونو په نوملړ کې بنګله دېش، هند، مراکش، مصر ، تونس، کوسوو او کولمبیا نومونه راغلي او دا نوملړ ممکن د وخت پر تېرېدو پراخ او بیاکتنه پرې وشي.

اروپايي کمیسیون ویلي، چې د دې اووه هېوادونو د وګړو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه باید د شپږ میاشتو پرځای په درې میاشتو کې وارزول شي. په هرصورت نوې پرېکړه به لږ تر لږه د ۲۰۲۶ کال د جون تر میاشتې پورې نافذ نشي.

تېر کال له دغو هېوادونو څخه په ټولیزه توګه له ۲۰۰ زره څخه زیاتو خلکو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې وه.

کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي: “د اروپايي ټولنې نوملړ، چې د بشري حقونو ډلو لخوا نیوکه پرې شوې؛ غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې په نوملړ کې راغلي هېوادونو د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه چټک وارزوي.”

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د دې هېواد د اتباعو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه “د بریالیتوب احتمال نلري.”

سره له دې، چې تېر کال اروپايي ټولنې ته د غیرقانوني کډوالۍ په کچه کې ۳۸ سلنه کمښت راغلی( له ۲۰۲۱ راپدېخوا تر ټولو ټیټې کچې ته) مهاجرت د بلاک د ۲۷ غړو هېوادونو ترمنځ یوه خورا حساسه مسله پاتې ده.

یو کال مخکې د اروپايي ټولنې هېوادونو د بلاک د پناه غوښتنې په سیسټم کې پراخ اصلاحات تصویب کړل. د دې قوانینو موخه د هغو ستونزو حل کول و، چې د کډوالو له ننګونې سره د مقابلې په برخه کې یې ۲۷ هېوادونه سره وېشلي دي.

 

Trending

Exit mobile version