نړۍ

اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې

Published

on

د اروپایي ټولنې هېوادونو د چارشنبې پر ورځ هوکړه وکړه، چې د روسیې څلور دولتي رسنۍ پر تبلیغاتي هڅو تورنې کړي او د دې ټولنې د بندیزونو لاندې ادارو په نوملړ کې یې شاملې کړي؛ ځکه، چې کرملین په مسکو کې لویدیځ خبریالان ګواښلي دي.

د اروپایي ټولنې د ارزښتونو او روڼتیا کمیشنر ورا جوروا په ایکس پاڼه کې څرګنده کړې: د کریملین اړوند څلور تبلیغاتي شبکې هره یوه د اروپا غږ، ریانووستی، ایزویستیجا او روسیسکایا ګزیته د بندیزونو په نوملړ کې اضافه شوې دي.

په نوملړ کې راغلې خپرونو او ورځپاڼې آنلاین رسنۍ دي.

روسیې له دې مخکې اروپايي ټولنې ته د دغې هڅې په اړه  خبرداری ورکړی و.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، کرملین به په مسکو کې له لویدیځو خبریالانو خپل غچ واخلي.

زاخارووا ویلي: که دا اقدامات د روسیې د رسنیو او روسي ژورنالیستانو په وړاندې ترسره شي؛ نو سره له دې، چې لویدیځ خبریالان یې نه غواړي بیا به هم زمونږ د غچ اخیستونکيو هڅو احساس وکړي.

هغې زیاته کړې: مونږ به لویدیځ ته چټک او دردوونکی ځواب ورکړو.

د رویټرز د راپور له مخې؛ اروپايي ټولنې سمدستي پر هغو هڅو څه ندي ویلي، چې په رسنیو کې پلي کیږي؛ خو رسنیو په اروپایي ټولنه کې خپل رسنیزحقونه له لاسه ورکړي دي.

Trending

Exit mobile version