Connect with us

تازه خبرونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل

اروپايي ټولنې نن (دوشنبه د لیندۍ شپږ‌ویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پروژې ټولیز ارزښت ۲۲ میلیون یورو دی او موخه یې د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي.

خپور شوی

د

اروپايي ټولنې اعلان کړې، چې په افغانستان کې د هراړخیزې او دوامداره اقتصادي ودې لپاره یې د آغا خان بنسټ او د آغا خان فرهنګي خدمتونو ته ۱۹ اعشاریه ۸ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.

اروپايي ټولنې نن (دوشنبه د لیندۍ شپږ‌ویشتمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې پروژې ټولیز ارزښت ۲۲ میلیون یورو دی او موخه یې د خلکو د بېړنیو اړتیاوو پوره کول دي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې ویرونیکا بوسکوویچ پوهر ویلي: په افغانستان کې میلیونونه خلک په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي او ښځې په نامتناسب ډول دا بار پر اوږو وړي.

هغې زیاته کړې، چې نوی نوښت به د خلکو په ځان‌بسیا کیدو کې مرسته وکړي او د کارموندنې، عایداتو او تولیداتو له زیاتوالي سره به د خلکو ژوند ښه کړي. په ځانګړي توګه د ځوانانو، راستنېدونکیو، داخلي بې‌ځایه شویو او بزګرانو په ګډون د ښځو او نورو زیان منونکیو ډلو ژوند د کوکنارو د بندیز له کبله اغېزمن شوی دی.

میرمن بوسکوویچ پوهر ټینګار وکړ، چې دا پروګرام به د سمارټ اقلیم ټکنالوژیو له معرفي کولو سره د اقلیم د بدلون له کبله رامنځته شوې ستونزې حل کړي.

دا پروګرام به د ۳۶ میاشتو په موده کې پلی شي او ۳۴ زره ۲۰۰ کورنۍ به ترې مستقيمه ګټه پورته کړي.

اروپايي ټولنې ویلي، چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا د دې پروګرام مهمه برخه ده او څه باندې ۲۶ زره ښځې به په مستقیمه توګه ترې ګټه واخلي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د کرنیزو محصولاتو د ارزونې لومړنی لابراتوار جوړ شو

د دې لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ملا برادر وویل، چې د اوږدې مودې راپدېخوا مو د خاورې او اوبو په اړه د لابراتواري خدماتو د نشتوالي له کبله کرنیز سکټور زیانمن او حاصلات کم پاتې شوي دي.

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۸, ۱۴۰۴

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له‌خوا په کندهار ولایت کې د دوه میلیون ډالرو پر ارزښت د کرنیزو محصولاتو د آزموینې او ارزونې لومړنی لابراتوار پرانسیستل شو.

د دې لابراتوار د پرانیستې په مراسمو کې ملا برادر وویل، چې د اوږدې مودې راپدېخوا مو د خاورې او اوبو په اړه د لابراتواري خدماتو د نشتوالي له کبله کرنیز سکټور زیانمن او حاصلات کم پاتې شوي دي.

نوموړي د دې لابراتوار فعالیت د هېواد د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او ارزښت ښه کولو لپاره یو اړین ګام ګڼلی دی.

دا لابراتوار د کرنیزو محصولاتو د کیفیت ارزولو، د نباتي ناروغیو د تشخیص او د کورنیو محصولاتو د معیاري کولو لپاره د پراخو آسانتیاوو د رامنځته کولو لپاره جوړ شو.

د دې لابراتوار چارواکو ویلي، چې دا مرکز د نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړ شوی او له ټولو زاویو څخه د کرنیزو محصولاتو د آزموینې او ارزونې وړتیا لري.

د لابراتوار مشر ضیاء الحق وزیرزي وایي: “دا لابراتوار په افغانستان کې دننه ټول افغان صادرات له هغو معیارونو سره برابروي، چې نړۍ ورته اړتیا لري.”

که څه هم د افغانستان کرنیز محصولات ښه کیفیت لري؛ خو بیا هم نورو معایناتو ته اړتیا شته او محصولات مو باید له نړیوالو معیارونو سره برابر وي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له افغانستان سره د نړۍ بېلابېل چلند خلک زیانمن کړل

امیر خان متقي په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید د کډوالو د راستنېدا د بهیر مدیریت، د روږدو کسانو درملنې، له بېوزلۍ او بې کارۍ سره مبارزې، د اقلیمي بدلون اغېزو مخنیوي او بزګرانو ته د مخدره توکو د بدیل کښت په اړینو برخو کې عملي ګامونه پورته کړي.

Published

on

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په افغانستان کې د سکټوري وزارتونو او د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ترمنځ د همغږۍ په پېنځمه غونډه کې د افغانستان له خلکو سره د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو پر دوه ګونو اړیکو سخته نیوکه وکړه.

امیر خان متقي په خپله وینا کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید د کډوالو د راستنېدا د بهیر مدیریت، د روږدو کسانو درملنې، له بېوزلۍ او بې کارۍ سره مبارزې، د اقلیمي بدلون اغېزو مخنیوي او بزګرانو ته د مخدره توکو د بدیل کښت په اړینو برخو کې عملي ګامونه پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو له مخې؛ سره له دې، چې مالي محدودیتونه روان دي اسلامي امارت توانیدلی، چې د دې ننګونو یوه لویه برخه حل کړي؛ خو نړیوالې مرستې د دې بهیر د اغېزمن پرمختګ لپاره کافي ندي.

د نړیوالې ټولنې پر دوه ګونو کړنو د نیوکې تر څنګ هغه ویلي، چې له سیاسي مسلو سره د بشري مسلو تړل د افغانانو پر ژوند منفي اغېز لري.

متقي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر دفترونو د نیوکې پر مهال زیاته کړې: سره له دې، چې هېواد یې نړیوالې همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري؛ خو د دغو ادارو په رسمي غونډو کې د افغانستان استازي ګډون نلري.

د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ، چې د سیاسي ملاحظاتو له کبله افغانان له اړینو مرستو او همغږۍ بې برخې دي.

هغه ټینګار کړی؛ په ټول افغانستان کې د بشري مرستو د وېش لپاره زمینه برابره ده او دا مرستې باید په داسې ډول اداره شي، چې د خلکو پر ژوند مثبت او تلپاتې اغېز ولري.

امیر خان متقي پر پاکستان د نیوکې پر مهال وویل: دوی په داسې حال کې، چې افغانان له خپلو کورونو وباسي؛ خو هېواد ته یې د راستنېدا لارې هم بندوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

کمال الدین توحید د افغانستان او ایران د ګډې خونې نوی مشر شو

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ډېره اړتیا لري.

Published

on

د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکارۍ د پراختیا په لړ کې د هېواد د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی کمال الدین توحید د افغانستان او ایران د ګډې خونې د نوي مشر په توګه معرفي شو.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا پرېکړه په داسې وخت کې رامنځته شوې، چې افغانستان د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ته ډېره اړتیا لري.

د شته ننګونو د حل او د سوداګریزو فرصتونو د پراخولو لپاره نوموړی د خصوصي سکټور له‌خواد ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ ته وړاندیز او وروپېژندل شو.

له یوې هر اړخیزې بیاکتنې وروسته د اسلامي امارت اقتصادي مرستیالۍ نوموړی، چې د افغانستان او ایران د سوداګریزو اړیکو په برخه کې فعال او اغېزمن سوداګر پیژندل کیږي؛ د دواړو هېوادونو د ګډې خونې د نوي مشر په توګه منظور او ومنل شو.

تمه ده، چې د نوي مشرتابه د کار له پیل سره به د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پیاوړتیا، د سوداګرو د ستونزو د حل او د دواړو هېوادونو ترمنځ پانګونې ته غوره فرصتونه برابر شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!