تازه خبرونه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې له راستنېدونکو سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیون یورو ځانګړې کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۷, ۱۴۰۲)

اروپايي ټولنې له افغان کډوالو سره ، چې خپل هېواد ته را ستنېږي؛ د مرستې لپاره  ۱۵ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.

اروپایي ټولنې په ایکس پاڼه کې لیکلي: مونږ غواړو په افغانستان کې د مهاجرت نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړو، چې راستنیدونکي د خونديتوب احساس کوي او هغو مرستو ته لاسرسی مومي، چې دوی یې په کور کې احساس کولو ته اړتیا لري.

دا مرستې په داسې حال کې اعلانېږي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنېدو بهیر ډېر شوی دی.

پاکستان له ناقانونه کډوالو غوښتي، چې د نومبر له لومړۍ نېټې مخکې دې ووځي.

Trending

Exit mobile version