تازه خبرونه
اروپايي ټولنې په کابل کې پر پوځي روغتون برید غندلی دی
اروپايي ټولنې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون پرونی برید غندلی او هغه یې د اسلامي ارزښتونو خلاف بللی دی.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو ویاند پیټر سټانو ویلي، په کابل کې پر پوځي روغتون ټروریسټي برید له نړیوال بشري قانون او اسلامي ارزښتونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
اروپايي ټولنې ویلي، چې د ترهګریزو بریدونو دوام په افغانستان کې د سولې او امنیت پر وړاندې جدي خنډ دی.
په خبرپاڼه کې راغلي: اروپايي ټولنه د افغانستان خلکو، سولې او ثبات ته ژمنه ده او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو له چټکو او خوندي رسولو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د سردار محمد داوود خان پر روغتون یو شمېر وسلوالو بریدګرو برید وکړ، چې د ځینو بهرنیو رسنیو د څرګندونو له مخې په دې برید کې ۲۵ کسان ووژل شول او له ۵۰ ډېر نور ټپیان دی.
اسلامي امارت د برید پړه پر داعش اچولې وه او داعش هم د برید مسوولیت منلی دی.
په همدې حال کې یو شمېر خبري آژانسونو خبر ورکړی، چې په دغه برید کې د کابل د قول اردو قومندان مولوي حمدالله مخلص هم وژل شوی دی.