ساینس او ​​ټیکنالوژي

اروپایي اتحادیې له انترنیت سره د نښتو ځیرکو وسیلو د امنیت ساتنې ډاډ څرګند کړ

Published

on

اروپايي ټولنه په پام کې لري، چې له انترنیت سره نښتی کمپیوتر، یخچال او ځیرک ګرځند له سایبري بریدونو خوندي کړي؛ د مقرراتو د پلي کولو پروګرام جوړ کړی دی.

د اروپایی کمیسیون له وړاندیز شوي پلان سره سم هغه شرکتونه، چې له انترنیت سره نښتي ځیرک ګرځند  محصولات تولیدوي؛ باید د سایبر بریدونو خطرونه و ارزوي او د دې بریدونو د مخنیوي هڅې ترسره کړي.

په نړۍ کې سایبري بریدونه او باج اخیستونکي وسایل د پام وړ ډېر شوي، چې له کبله یې اروپایي اتحادیې یو لړ قوانین تصویب کړي، چې که د ځیرکو محصولاتو جوړونکي یې د مخنیوي هڅې په پام کې ونلري؛ ۱۵ میلیون یورو یا ۲ اعشاریه ۵ سلنه معادل یې باید جریمه شي.

پدې توګه شرکتونه مکلف دي، چې د خپلو محصولاتو سایبري امنیت خوندي او خطرونه وارزوي او له پېنځه کلونو څخه تر ۱۰ کلونو پورې، چې د محصولاتو کاري وخت دی؛ د سایبري بریدونو پروړاندې هڅې درېدل یقیني کړي.

هغه شرکتونه، چې بهرني ځیرک محصولات واردوي او وېشل یې ترسره کوي؛ باید ډاډ ترلاسه کړي، چې تر لاسه شوي محصولات د هکرانو او سایبري بریدونو څخه خوندي دي.

Trending

Exit mobile version