تازه خبرونه
ازبکستان، پاکستان او افغانستان د ټرانس- افغان ریل پټلۍ پر جوړولو کار پیل کړ
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان څرګنده کړې، چې ازبکستان، پاکستان او افغانستان د ترمذ او پېښور ترمنځ د ریل پټلۍ د نښلولو لپاره د ترانس-افغان ریلي کرښې پر جوړولو کار پیل کړ.
د ترمذ – مزار شریف – کابل – پېښور د اټکل شوې ریل پټلۍ د پروژې ارزښت له ۵ میلیارد ډالرو سره برابر دی. دغه ۶۰۰ کیلومتره اوږده پټلۍ د منځنۍ آسیا هېوادونه د پاکستان له مهمو بندرونو سره نښلوي، چې دغه لاسرسی به د سیمه ییزې سوداګرۍ او اړیکو د پراختیا زمینه هم برابره کړي.
د دغه پلان له پوره پلي کېدو سره به له پاکستان څخه ازبکستان ته د مالونو لېږد د ۳۵ ورځو پر ځای له ۳ څخه تر ۵ ورځو وخت ونیسي او ورسره به د یوه معیاري کانتینر ترانسپورتي لګښت درې برابره راکم شي. دغه راز د وړاندوینې له مخې، په دې لاره کې د ترانسپورتي کالیو حجم ۱۰ میلیون ټنو ته رسیدلی شي.
له دې مخکې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د مارچ په درېیمه او څلورمه نېټه پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې د دغې پروژې پر ځانګړي اهمیت ټینګار کړی و.
د ازبکستان ولسمشر وایي: د ترمذ- مزار شریف- کابل- پېښور ریل کرښه زمونږ ګډه راتلونکې ده. کله، چې دا کرښه بشپړه شي؛ نو مونږ به تر ټولو نږدې، ارزانه او خوندي دهلیز ولرو، چې پاکستان له منځنۍ اسیا سره نښلوي. دغه د ریل پټلۍ به په بشپړه توګه زموږ د سیمو بڼه بدله کړي.
