سوداگري

ازبکستان افغانستان ته الوتنې بیا پیلوي

Published

on

د ازبکستان ولسمشر په یوه لارښود کې په ډاګه کړې، چې تر ۲۰۲۳ کال پورې به له افغانستان سره خپله دوه اړخیزه سوداګري دوه میلیارد دالرو ته ورسوي.

په دغه لارښود کې دا هم راغلي، چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ به مستقیم الوتنې هم په ۲۰۲۱ کال کې بیا پیل شي.

د راپورونو له مخې؛ د کابل – تاشکند او تاشکند – مزارشریف ترمنځ مستقیمې الوتنې به د راتلونکي کال په جنوري کې بیا پیل شي.

په فرمان کې راغلي، چې ازبکستان غواړي افغانستان ته د اوسپنیزې لیکې او د برښنا مزي لیږد  پروژې ګړندۍ کړي.

 

ازبکستان دا هم غواړي د ګمرکي پړاوونو بهیرساده کړي، چې له ګډې پولې ترانزیتي توکي په آسانه ولیږدول شي.

دغه هېواد په پام کې لري، چې سمنټ، اوسپنه، ګاز او خوراکي توکي لکه غنم، هګۍ او سابه په ټیټه بیه افغانستان ته صادر کړي.

Trending

Exit mobile version