سوداگري

ازبکستان افغانستان ته د برښنا د بیې ټیټولو راپورونه رد کړل

د ازبکستان د برښنا ملي شرکت څرګنده کړې، چې افغانستان ته د برښنا د صادراتو په رسمي بیو کې بدلون ندی راغلی.

Published

on

له هغې وروسته، چې له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برښنا د بیې د ټیټېدو په اړه راپورونه خپاره شول؛ دې هېواد افغانستان ته د برښنا د صادراتي تعرفو د رسمي کمښت په اړه راپورونه ناسم یاد کړل.

د ازبکستان د برښنا ملي شرکت څرګنده کړې، چې افغانستان ته د برښنا د صادراتو په رسمي بیو کې بدلون ندی راغلی.

دا څرګندونو په داسې حال کې خپریږي، چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر تېره اوونۍ له ازبکستان څخه له راستنېدو وروسته ویلي وه، چې د دې هېواد لخوا افغانستان ته د صادرېدونکي برښنا په بیه کې به ټیټوالی راشي.

ملا برادر ویلي وه، چې له ازبک چارواکو سره د دوبي په موسم کې د برښنا د حجم د زیاتېدا په اړه هوکړه شوې ده.

د ازبکستان د برښنا ملي شرکت د وارداتي برښنا د تعرفې د ټیټېدو ادعاوې رد کړي او ټینګار کوي، چې افغانستان ته د برښنا د صادراتو په تعرفه کې بدلون ندی راغلی.

د ازبک چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې پروژې تړون د تصویب په وروستي پړاو کې دی او د اړینو پړاوونو له بشپړولو وروسته به لاسلیک شي.

عبدالغني برادر دا هم ویلي، چې دواړو خواوو د سرخان – پلخمري د برښنا لېږد پروژې د پراختیا په اړه هوکړه کړې، چې د ۲۲۰ څخه تر ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا سره کار کوي.

د افغانستان د برښنا ډېره برخه له ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه له ازبکستان څخه وارد شوې ده.

Trending

Exit mobile version