تازه خبرونه
ازبکستان افغانستان ته صادراتي برښنا ۶۰ سلنه کمه کړه

د افغانستان برښنا شرکت نن (چارشنبه د مرغومي ۲۲) په ډ اګه کړه، چې ازبکستان د اسلامي امارت له همغږۍ پرته د برښنا صادرات ۶۰ سلنه کم کړي دي.
د برښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ازبکستان د برښنا مسوولینو په خپل هېواد کې د برښنا د کمېدو علت تخنیکي ستونزې بولي.
د خبرپاڼه له مخې؛ د ازبک چارواکو ویلي، چې د دغه هېواد د مرجان په تیلي مرکز کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې، چې له کبله یې افغانستان ته د برښنا صادرات کم شوي دي.
ازبک چارواکو څرګنده کړې، چې د رامنځته شوې تخنیکي ستونزې اواري لپاره کار پیل شوی او په راتلونکیو دوه یا درې ورځو کې به د برښنا بهیر بېرته عادي حالت ته راوګرزي.
برښنا شرکت ويلي، چې له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د کمښت له کبله د هېواد په ١٦ ولايتونو کې برښنا له خنډ سره مخ او پرچاوي رامنځته شوې ده.
افغانستان له تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه پر وارداتي برېنا تکیه لري.
د کابل په ګدون د هېواد لوی ښارونه په اوړي او ژمي کې د برښنا له کمښت او تولیدي کارخونې له ستونزو سره مخ کېږي.
د افغانستان برښنا شرکت اوړمه ورځ یو ځل بیا د پخواني حکومت له سیاستوالو، زورواکو او چارواکو وغوښتل، چې د برښنا پورونه دې ژر تر ژره پرې کړي.
دغه راز ویل شوي، چې ته ټاکلی یو میاشتنی مهلت پای ته رسیدلی او باید د برښنا د بیلونو د پور ورکولو وروستی فرصت دې له لاسه نه ورکوي.
د افغانستان برښنا شرکت د سوداګرۍ خونې مشر عبدالرحمن رحماني وايي، مالي ستونزې او د برښنا د لګښت محصول نه ورکول دغه شرکت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
رحماني له پخوانیو دولتي چارواکو، سیاستوالو، زورواکو او د ولسي جرګې له پخوانیو غړیو د پورونو راټولول د برښنا شرکت له اوسنیو ستونزو څخه د وتلو یوازینۍ لار ګڼي.
څو کاله وړاندې د افغانستان برښنا شرکت د ۷۳ پور ورکوونکیو نوملړ خپور کړ، چې په کې د عبدالرشید دوستم، محمد کریم خلیلي او عبدالرب رسول سیاف په ګډون د یو شمېر زورواکو، د ولسي جرګې غړيو او پخوانيو خپلسریو حکومتی او دولتی سیاسیونو او شخصیتونو نومونه یاد شوي وه.
تازه خبرونه
زیربنا: د دیورند کرښې په اوږدو کې د څو نورو دروازو جوړولو غوښتنه

تازه خبرونه
زیربنا: له یوه اماراتي شرکت سره د افغانستان د درې هوایي ډګرونو د ځمکنيو چارو د ترسره کولو تړون
تازه خبرونه
په کابل کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د کابل ایمرجنسي روغتون د راپور له مخې؛ نن ماښام د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې په یوه جومات کې د چاودنې له کبله لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.
کورنیو چارو وزارت پېښه تائید کړې او څرګندوي، چې دغه چاودنه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ترافیکو څلور لاري ته نږدې په زکریا نومي جومات کې رامنځته شوې، چې ۱۸ کسان ترې تبیان دي او ۶ نور وژل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت ندی منلی.
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
چین او پاکستان په افغانستان کې د پراخ بنسټه سیسټم جوړولو غوښتنه وکړه
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره دې د غنمو د قاچاق مخنیوی وشي ـ اسلامي امارت
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په اوکراین کې روانې جګړې له پوتین سره د لیدنې اړتیا رامنځته کړې– زیلینسکي
-
تازه خبرونه 4 ورځې مخکې
سږ کال به یوازې ۱۳ زره افغانان د حج په مراسمو کې برخه واخلي
-
نړۍ 4 ورځې مخکې
په ابوظبي کې ګاز چاودنې ۱۲۲ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
-
سوداگري 4 ورځې مخکې
افغانستان او عربي اماراتو د هوایي ډګرونو او ځمکنیو خدماتو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه 5 ورځې مخکې
که هند په کابل کې د سفارت پرانیستې ته لیواله وي؛ نو د تېر حکومت له چارواکو سره دې اړیکې پرې کړي
-
ساینس او ټیکنالوژي 5 ورځې مخکې
فیسبوک د افغان سرې میاشتې ټولنې مشر په خپل تور نوملړ کې نیولی