سوداگري

ازبکستان او پاکستان د افغان ټرانس اوسپنې‌پټلۍ پروژې پر پیلېدا ټینګار څرګند کړ

Published

on

د ازبکستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې پر ژر عملي کېدو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبک سیال بختیار سیدوف سره په لیدنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان یا افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د چټکتیا غوښتنه کړې ده.

د دې وزارت خبرپاڼې له مخې؛ په دې ليدنو کې د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو د پراختيا، د پانګونې او مخابراتي پروژو په اړه بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د “افغان ټرانس” پروژې عملي کېدل د سیمې د هېوادونو پر ګټه وګڼل او څرګندوي، چې دا پروژه به د جنوبي او مرکزي آسیا ترمنځ د سوداګرۍ پر لنډې او ډاډمنه  لار بدله شي.

 په دې کتنه کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د ژر تر ژره عملي کېدو لپاره د هڅو پر چټکتیا ټینګار څرګند کړ.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر په اسلام‌آباد کې له خپل ازبک سیال بختیار سیدوف سره په کتنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پروژې د چټکتیا غوښتنه وکړه. دواړو لوریو د “افغان ټرانس” پروژې پلي کېدل د سیمې د هېوادونو په ګټه وګڼل.

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر بختیار سیدوف سره د پراخو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو، پانګونې، امنیت، د خلکو تر منځ د اړیکو او ارتباطي پروژو پر ټولو اړخونو خبرې وکړې او د ازبکستان د ژر تر ژره تطبیق لپاره یې د افغانستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ پر پروژې ټینګار وکړ.

له دې مخکې د ازبکستان چارواکو داسې ټینګار کړی و: د افغانستان له لارې د اوسپنې پټلۍ، چې منځنۍ آسیا د افغانستان له لارې له پاکستان سره نښلوي، د ۲۰۲۷ کال تر پایه بشپړه شي.

تمه ده، چې دا ۷۶۰ کیلومټره د اوسپنې پټلۍ به د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د کارګو د لېږد وخت هم راکم کړي. د “افغان ټرانس” پروژې یوه بله ګټه د توکو د لېږد رالېږد په لګښت کې ۴۰ سلنه کموالی دی.

  اقتصادي شنونکي  شبیر بشیري ویلي؛ د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسپنې پټلۍ جوړول د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په پراخولو او اسانتیا کې اغېزمن رول لري.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان تر منځ د اوسپنې پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې طرحه شو، چې څه باندې څلور نيم ميليارډ ډالر لګښت لري. په دې وروستیو کې اسلامي امارت ویلي، چې قطر هم د دې پروژې مالي ملاتړ اعلان کړی دی.

Trending

Exit mobile version