تازه خبرونه
ازبکستان د افغانستان د اوړو په بازار کې د روسیې او قزاقستان د ځای نیولو په لټه کې دی
د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.
ازبکستان افغانستان ته د اوړو د صادراتو پر زیاتولو په بازار کې خپل ځای پیاوړی کړی او له قزاقستان او روسیې سره یې سیالي زیاته کړې ده.
د قزاقستان د صنعتي سرچینو د څرګندونو له مخې، ازبکستان په ۲۰۲۵ز. کال کې پېنځه هېوادونو ته شاوخوا ۱.۶ میلیون ټنه اوړه، چې ارزښت یې ۴۴۱.۷ میلیون ډالرو ته رسېږي، صادر کړي دي.
افغانستان د دغو صادراتو نږدې ټولې جوپې جذب کړې دي.
د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو ټولنې د بنسټاېښودونکو پلاوي مشر یوګني ګان ویلي، چې افغانستان ته د دغه هېواد د اوړو صادرات په ۲۰۲۵ز.کال کې د تېر کال پر پرتله شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه کم شوي دي.
د راپور له مخې، د ازبکستان د اوړو د سیالۍ وړتیا د زیاتېدا یو مهم لامل د لېږد ټیټ لګښتونه او په هغو لارو کې د ټرانزیټي تعرفو نشتوالی دی، چې دغه هېواد یې کاروي. دې چارې ازبک تولیدوونکو ته زمینه برابره کړې، چې د افغانستان بازار ته اوړه پر وړ بیه وړاندې کړي.
دغه راز د ازبکستان د اوړو کارخونې تر ډېره پر هغو غنمو تکیه دي، چې له قزاقستان څخه واردېږي او بیا یې یوه برخه په ازبکستان کې له پروسس وروسته بېرته د اوړو پر بڼه د افغانستان بازار ته وړاندې کېږي.
د قزاقستان او روسیې پر صادرونکو فشار
دې بهیر د قزاقستان د غلو او دانو د پروسس کوونکو لپاره ستونزې رامنځته کړې دي؛ ځکه هغوی په افغانستان کې د خپل دودیز صادراتي بازار یوه برخه له لاسه ورکوي.
روسي صادرونکي هم په دې بازار کې له سیالۍ سره مخ دي او هڅه کوي، چې خپل بدیل بازارونه د بېلګې په توګه چین ته پراخ کړي.
د افغانستان د اوړو په بازار کې د سیالۍ زیاتوالی ښيي، چې د لېږد لګښتونه، د پروسس ظرفیت او سوداګریزو لارو ته لاسرسی په سیمه کې د بیو او بازار د ونډې په ټاکلو کې مهم رول لري.