تازه خبرونه

ازبکستان د شانګهای ټولنې په سرمشریزه کې د ۱۵ مشرانو له ګډون خبر ورکړ

Published

on

د هند د صدراعظم په ګډون د شانګهای د همکارۍ سازمان ټول اته مشران به تر دوه راتلونکیو ورځو د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې د دې ټولنې په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

د ازبکستان سمرقند ښار به د پنجشنبې پر ورځ د پېنځلس هېوادونو د مشرانو په حضور کې د شانګهای د اقتصادي همکاریو ټولنې د غونډې کوربه وي.

د ازبکستان د ولسمشر وياند وايي، د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو پياوړتيا، د صنعتي همکاريو پياوړتيا، د ارتباطاتو او ترانسپورت پراختيا به د دغې غونډې مهم او اساسي موضوعات وي.

د ۱۵ هېوادونو مشران به د سپتمبر له ۱۵مې نېټې څخه تر ۱۶مې نېټې پورې په سمرقند کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

تمه ده، چې په دې غونډه کې به له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د دوام پر څرنګوالي هراړخیزې خبرې وشي.

د ازبکستان د ولسمشر ویاند شیرزاد اسدوف ویلي، چې په دې ناسته کې د ازبکستان، روسیې، چین او ایران د ولسمشرانو په ګډون د پېنځلس هېوادونو مشران ګډون کوي.

ویل شوي، چې افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د دوام څرنګوالی بیا د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل شوی دی.

دغه غونډه به  د ازبکستان د ولسمشر پر مشرۍ جوړه شي، چې بنسټیز ټینګار به یې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا، د صنعتي همکاریو پر پراختیا وي. همدارنګه د مخابراتو او ترانسپورت پراخول، ازبکستان هم د دیجیتل بدلون او زرغون اقتصاد ته وده ورکړې او خپل نړیوال واک به پیاوړی کړی.

د ازبکستان، روسیې، چین، هند، قزاقستان، پاکستان، قرغزستان او تاجکستان مشران به په دې غونډه کې د مهمو غړیو په توګه او د بیلاروس، ایران او منګولیا ولسمشران به د څارونکیو په توګه ګډون وکړي.

د دې ترڅنګ به د ترکیې، آذربایجان، ترکمنستان ولسمشران او د آرمنستان صدراعظم هم پدې غونډه کې ګډون وکړي.

که څه هم افغانستان د شانګهای د همکارۍ سازمان له څارونکیو غړیو څخه دی؛ خو تر اوسه معلومه نده، چې دې غونډې ته بلنه ورکړ شوې او که نه.

اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي تمه لري، چې په دې ناسته کې به د سیمې د هېوادونو پر ستونزو هر اړخیز بحثونه وشي او د حل مناسبو لارو چارو ته به جدي پاملرنه وشي.

له دې مخکې د زمري پرڅوارلسمه ازبکستان د افغانستان د امنیت او اقتصادي پرمختګ تر نامه لاندې د یوې نړیوالې غونډې کوربه و.

په دې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو ټولنو استازیو ګډون کړی و.

د شانګهای د همکاریو ټولنې دا سرمشریزه هم د دوه ورځو لپاره ده او تمه ده، چې په کې به د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت خبرې وشي.

Trending

Exit mobile version