تازه خبرونه

ازبکستان له افغان حکومت سره پر تعامل ټینګار څرګند کړ

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر د میرضیایوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې له اوسني افغان حکومت سره رغنده نړیواله اړیکه مهمه ده؛ ځکه د دې هېواد ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې د دوامداره پرمختګ بنسټ دی.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د سې‌شنبې پر ورځ (د غبرګولي شلمه) په تاشکند نړیوال پانګونې فورم کې د وینا پر مهال د افغانستان له لنډمهالي  حکومت سره پر اړیکو ټینګار وکړ.

د ازبکستان د ولسمشرۍ دفتر د میرضیایوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې له اوسني افغان حکومت سره رغنده نړیواله اړیکه مهمه ده؛ ځکه د دې هېواد ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې د دوامداره پرمختګ بنسټ دی.

د پانګونې نړیوال فورم هر کال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې ترسره کیږي، چې په کې د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو ولسمشران، وزیران او نور لوړ پوړي چارواکي ګډون کوي.

دغه راز د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې وزارت چارسمبالي نورالدین عزیزي پر مشرۍ یو پلاوی هم په دې نړیوال فورم کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد آخوندزاده ویلي، چې د دې نړیوال فورم په څنډه کې به د افغانستان او ازبکستان پلاوي سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه به بحث او خبرې وکړي.

Trending

Exit mobile version