تازه خبرونه
استخبارات باید د اسلامي نظام د دښمنانو ټول پټ او ښکاره پلانونه شنډ کړي – د اسلامي امارت رهبر
شیخ هبةالله آخوندزاده د استخباراتي چارواکو لپاره په یوه ورځني سیمینار کې ویلي؛ د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري ټول هغه پټ او ښکاره پلانونه شنډ کړي، چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي رژیم پر وړاندې یې پلي کړي.
د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله آخوندزاده ويلي؛ استخبارات مکلف دي، چې د اسلامي نظام د دښمنانو ټول پټ او ښکاره پلانونه له منځه یوسي.
شیخ هبةالله آخوندزاده د استخباراتي چارواکو لپاره په یوه ورځني سیمینار کې ویلي؛ د اسلامي نظام استخبارات مکلفیت لري ټول هغه پټ او ښکاره پلانونه شنډ کړي، چې د اسلامي نظام دښمنان یې پلانوي او غواړي د اسلامي رژیم پر وړاندې یې پلي کړي.
د اسلامي امارت رهبر استخباراتي ادارې د حکومت د ملا تیر ګڼلی او څرګندوي؛ هیچا ته باید اجازه ورنکړ شي، چې په ښکاره یا پټه دیني او اسلامي ارزښتونو سپکاوی وکړي.
د اسلامي امارت رهبر زیاته کړې؛ استخباراتي اداره باید هیچا ته اجازه ورنکړي، چې په ښکاره یا پټه دیني او اسلامي ارزښتونو ته سپکاوی وکړي او باید د شرعي قانون د پلي کولو او د خلکو د پوهاوي د لوړولو لپاره له نورو ادارو سره ګډ کار وکړي.
شیخ هبةالله آخوندزاده له استخباراتي ادارو وغوښتل، چې له خلکو سره ښه چلند وکړي؛ په شکمن ډول څوک ونه نیسي او له بندیانو سره له ظلم څخه ډډه وکړي او محرمیت وساتي.