تازه خبرونه
استرالیا د افغانستان لپاره ځانګړې استازې وټاکله
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې؛ دې هېواد د افغانستان لپاره امانډا مک ګریګور نومې نوې استازې ټاکلې.
د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې لهمخې؛ امانډا مک ګریګور به د افغانستان لپاره د اسټرالیا د پخواني استازي ګلین میلز پر ځای دنده ترسره کوي.
مک ګریګور د کاناډا په سفارت کې د ډیپلوماتې په توګه هم کار کړی او د اسټرالیا د حکومت د لومړي وزیر او کابینې لوړپوړې سلاکاره وه.
د اسټرالیا بهرنیو چارو وزیر پیني وانګ ویلي: مک ګریګور، چې په قطر کې میشته ده؛ له خپلو ګډ فکر لرونکیو هېوادونو سره به همکار کوي، چې له طالبانو (د افغانستان اسلامي امارت) څخه د بشري حقونو او د افغانانو د ملاتړ په اړه وضاحت وغواړي.
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ ډیری هیوادونه د افغانستان پر واقعیتونو پوه شوي او هڅه کوي، چې له بېلابېلو لارو له اسلامي امارت سره اړیکه ونیسي.
نوموړي له هغو هېوادونو، چې په کابل کې یې سفارتونه ندي پرانیستي او له قطر څخه د سفارت چارې پرمخ وړي؛ غوښتنه کړې، چې په کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
ویل کیږي، چې مک ګریګور پېنځه کاله د اسټرالیا په دفاع وزارت کې کار کړی او له څه وخت راپدیخوا په لبنان کې د اسټرالیا د سفارت مرستیاله وه.
