نړۍ

اسرائیلو د غزې پولې ته نږدې د حماس تر ټولو لوی تونل پیدا کړ

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۲۷, ۱۴۰۲)

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې اسرائیلي ځواکونو، چې له حماس سره په جګړه کې دي څرګنده کړې؛ دوی یو پر اوسپنې پوښل شوی غیر معمولي لوی کانکریټي تونل پیداکړی، چې له غزې څخه د حماس د جنګیالیو د لیږد لپاره ډیزاین شوی و.

اسرائیلو له حماس سره د جګړې خپل یو هدف د سلګونه کیلومتره ځمکې لاندې لارو او خندقونو ویجاړول ښودليدي.

په هغو سیمو کې، چې حماس پرې برید کړی د غزې او اسرائیلو تر منځ سرحدي پوله اریز وه. د اسرائیلو پوځ خبریالانو ته د برید له ځای څخه یوازې ۱۰۰ متره جنوب ته د وتلو یوه لار وښودله، چې د شګو په یوه غونډۍ کې پټه شوې وه. دوی دا لار د حماس یوه لویه پروژه یاده کړې هم ده.

د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز دانیل هاګاري ویلي؛ د تونل بشپړ اوږدوالی څلور کیلومتره دی، چې د غزې ښار شمال ته د رسېدو لپاره کافي دی.

هاګاري پرته له دې، چې ووایي؛ آیا حماس د اوکټوبر د اوومې د حملې لپاره کارولی دی؛ ویلي، دا تر ټولو لوی تونل و، چې مونږ په غزه کې وموندلو.

هغه زیاته کړې: په دې تونل کې میلیونونه ډالر پانګونه شوې ده. د دې تونل جوړولو کلونه وخت نیولی … او نقلیه وسایط هم ترې تېرېدلی شول.

حماس په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

عموماً هغه تونلونه، چې د حماس یا اسرائیلي پوځ له‌خوا له موندلو وروسته رسنیو ته ښودل شوي، چې تنګ او ټيټ ول.

Trending

Exit mobile version