نړۍ
اسرائیلو پر ایران د امریکا د شوني برید له کبله د لومړۍ کچې امنیتي چمتووالی نیولی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله ایران ته د برید ګواښ کړی او ایراني واکمنانو ته یې د معترضانو پر ضد د زور کارولو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.
رویټرز د درې باخبره اسرائیلي سرچینو د څرګندونو له مخې راپور ورکړی، چې اسرائیلو د امریکا لهخوا په ایران کې د هر ډول احتمالي مداخلې لپاره بشپړ امنیتي چمتووالي څرګند کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې څو ځله ایران ته د برید ګواښ کړی او ایراني واکمنانو ته یې د معترضانو پر ضد د زور کارولو په اړه خبرداری هم ورکړی دی.
رویټرز د هغو سرچینو، چې د اسرائیلو په امنیتي سلا مشورو کې یې ګډون درلودلی؛ دا نده روښانه کړې، چې د اسرائیل بشپړ امنیتي چمتووالی څه معنا لري.
اسرائیل او ایران د جون په میاشت کې ۱۲ ورځنۍ جګړه کړې، چې د امریکا د هوايي بریدونو ملاتړ هم ورسره مل و.
د یوې اسرائیلي سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې پر ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې پر ایران د امریکا د شوني برید په اړه خبرې کړې دي.
سره له دې چې اسرائیل د ایران د اټومي پروګرام او بالسټیک توغندیو په تړاو اندېښنې لري؛ خو تر اوسه یې په ایران کې لاسوهنې ته لېوالتیا نده ښودلې.
نتنیاهو د جمعې پر ورځ له «اکونومیسټ» مجلې سره په یوه مرکه کې ویلي؛ که ایران پر اسرائیل برید وکړي، نو له سختو او وېروونکو پایلو سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ایراني چارواکي په وروستیو کلونو کې د حکومت پر ضد له تر ټولو لویو اعتراضونو سره مخ دي.
نړۍ
د جګړې په ډګر کې ۵۵ زره اوکرایني سرتېري ووژل شول – زیلینسکي
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي ویلي، چې د روسیې پر ضد د جګړې له کبله د جنګ په ډګر کې د وژل شویو اوکرایني سرتېرو شمېر شاوخوا ۵۵ زره کسان اټکل شوي دي.
زیلینسکي دا څرګندونې له «فرانس ۲» ټلویزیون سره په مرکه کې کړي او څرګندوي: « د اوکراین د جګړې په ډګر کې د وژل شویو سرتېرو رسمي شمېر که مسلکي دي او که جبري خدمت کوونکي؛ ۵۵ زره کسان دی.»
نوموړي زیاته کړې؛ پر دې تلفاتو سربېره “ډېر خلک” په رسمي ډول اوس هم تري تم یا ورک دي.
زیلینسکي له دې مخکې د ۲۰۲۵ کال په فبرورۍ کې د امریکا د «انبيسي» ټلویزیون سره په یوه مرکه کې د جګړې د تلفاتو یادونه کړې وه او ویلي یې وه، چې له ۴۶ زره څخه ډېر اوکرایني سرتېري د جګړې په ډګر کې وژل شوي دي.
د هوا حالات
په جاپان کې د واورو د اورښت له کبله ۳۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
جاپاني چارواکو ویلي، چې د تېرو دوه اوونیو پر مهال په دغه هېواد کې د درندې او بېسارې واورې اورښت له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسانو خپل ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان دي.
د اور وژنې او طبیعي پېښو د مدیریت ادارې د سېشنبې پر ورځ زیاته کړې، چې په تېرو دوه اوونیو کې د جاپان د سمندر په ساحل کې د درندو واورو له کبله لږ تر لږه ۳۰ کسان مړه شوي او ۳۲۴ نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپور له مخې؛ په مړو شویو کې یوه ۹۱ کلنه مېرمن هم شته، چې له خپل کور څخه بهر تر ۳ مټرو واورو لاندې شوې وه.
نړۍ
پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړ – ټرمپ
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هېواد پر اقتصادي ودې ټینګار کړی او څرګندوي، چې پانګونې او ټیټې شوې بیې د امریکا اقتصاد ځواکمن کړی دی.
په راپورونو کې راغلي: هغه د داووس نړۍوال اقتصادي فورم ته خپل سفر د اقتصادي فرصتونو د پوره پراختیا لپاره مهم وباله.
ډونالډ ټرمپ زیاته کړې؛ داووس ته روان دی او باور لري، چې دغه سفر به بریالی وي.
نوموړي ادعا کړې، چې امریکا تر بل هر وخت په ښه اقتصادي وضعیت ده.
هغه په دې اړه ویلي: « مونږ له ۱۸ټریلیون ډالرو ډېرې پیسې ترلاسه کوو؛ داسې څه مو مخکې ندي لیدلي او هیڅ بل هېواد هم دغه ډول وضعیت تجربه کړی ندی».
د امریکا ولسمشر همداراز ویلي، چې په هېواد کې بیې پر پراخه کچه راټیټې شوې دي.
ویل کیږي، چې په ډېرو سیمو کې د ګازو بیه تر ۱.۹۹ ډالرو پورې راټیټه شوې او دا یو داسې بدلون دی، چې «هیڅوک یې ساری نلري».
-
تازه خبرونه4 days agoد اسلامي همکاریو ټولنې او آلمان استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان او سیمې په سرحدونو کې د ترهګریزو فعالیتونو نښې لیدل کېږي-لاوروف
-
سوداگري4 days agoازبکستان د افغان ټرانس اوسپنېپټلۍ د امکانسنجۍ هوکړهلیک تصویب کړ
-
تازه خبرونه3 days agoد کرنې او مالدارۍ سکټور د پراختیا ملي پالیسي تصویب شوه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا په قطر کې خپل پاتریوت توغندي ځای پر ځای کړل
-
تازه خبرونه4 days agoپه افغانستان کې وضعیت « د سپټمبر له بریدونو مخکني حالت ته ورته او یا ترې خراب » دی – زرداري
-
تازه خبرونه4 days agoجاپان د اقلیمي بدلون لپاره افغانستان ته ۹.۴ میلیون ډالر مرسته ځانګړې کړه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان د سرحدونو وزیر د ایران بهرنیو چارو له حقوقي مرستیال سره خبرې وکړې
