نړۍ

اسرائیلو پر حماس د بې رحمانه بریدونو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۲)

اسرائیلي پوځیانو ویلي، چې دوی د حماس د نسکورولو لپاره بې رحمانه بریدونو ته چمتووالی نیسي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکړ: د اسرائیلو هر ډول نظامي ستراتیژي، چې بشري زیانونه له پامه غورځوي؛ کېدی شي نسکوره پایله ولري.

رویترز راپور ورکړی، چې د فلسطین روغتیا وزارت ویلي؛ په غزه کې د حماس د اکتوبر پر اوومه د برید په ځواب کې، چې له ۱۴۰۰ ډېر اسرائیلیان وژل شوي وه؛ د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۰۰۰ کسانو ته ورسید.

اسرائیلو د دوشنبې پر ورځ په غزه کې سلګونه هدفونه پر نښه کړل او خپل سرتېري یې د فلسطینیانو له  محاصرې وژغورل.

حماس د دوشنبې پر ورځ د اکتوبر د اوومې نېټې د حملې په ترڅ کې له ۲۰۰ څخه د ډېرو یرغمل شویو کسانو په منځ کې دوې اسرائیلي ښځې خوشې کړې. دوی درېیم او څلورم یرغمل شوي وه، چې خوشې کیږي.

د اسرائیلو لوی درستیز ډګرجنرال هرزي هالوي د یوې اعلامیې پر خپرولو وړاندیز وکړ، چې اسرائیل د غزې په ګڼ میشته سیمه کې د خپلو بریدونو د مخنیوي اراده نه‌لري او نغوته وشوه، چې ځمکني برید ته چمتو دي.

هالوي د دوشنبې پر ورځ ناوخته ویلي: مونږ غواړو، چې حماس په بشپړه توګه له منځه یوسوو. دا لاره د نه ستړي کېدونکیو بریدونو لار ده، چې حماس ته په هر ځای او هره لار کې زیان رسوي.

هغه زیاته کړې: مونږ په جنوب کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره ښه چمتووالی لرو.

په ښکاره د امریکا لومړیتوب له اسرائیلو دفاع ده او د نورو یرغمل شویو د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو وخت ترلاسه کړي.

د اوربند د احتمال په اړه د امریکا ولسمشر جو بایدن وویل: مونږ باید دا یرغمل شوي خوشې کړو او بیا خبرې وکړو.

د امریکا یوه پخواني ولسمشر اوباما له‌خوا د بهرنۍ پالیسۍ د کړکیچ په اړه په یوه نادره تبصره کې اسرائیلو ته خبرداری ورکړ؛ د حماس پر وړاندې په غچ کې دومره ملکي تلفات رامنځته نه‌کړي، چې د فلسطیني نسلونه د پردي کېدو لامل شي.

نوموړي زیاته کړې؛ له دې وړاندې هم د غزې په بمباریو کې زرګونه فلسطینیان وژل شوي، چې ډېري یې ماشومان دي.

اوباما په یوه اعلامیه کې، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، ویلي، چې په سلګونه زره خلک له خپلو کورونو څخه کډه شوي دي.

دا سمدستي څرګنده نه ده، چې آیا اوباما خپله وینا د بایدن سره همغږي کړې که نه؟ سپینې ماڼۍ سمدستي په دې اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.

هغه زیاته کړې: د اسرائیلو د حکومت دا پرېکړه، چې پر ملکي وګړیو یې خواړه، اوبه او برښنا بنده کړې؛ مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین به نور هم پراخه کړي.

دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د سې شنبې پر ورځ پلان درلود چې د مینځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې برخه واخلي. که څه هم دا څرګنده نه‌وه، چې د شورا لخوا به څه اقدام وشي؛ ځکه په دې شورا کې د ویتو حق دا شورا پر پېنځه برخو وېشلې ده.

پر غزې د اسرائیلو بمبارد چین او روسیې ته اجازه ورکړې، چې د مخ پر ودې نړۍ د اتلانو په توګه خپل اعتبار د امریکا پر وړاندې وسوځوي، چې د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي.

د دوشنبې په ورځ، د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې د تېر۲۴ ساعتونو په بمبارد کې ۴۳۶ کسان وژل شوي، چې ډېري یې د ساحلي سیمې په جنوب کې دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې له ۳۲۰ ډېر هدفونه ویشتي، چې په هغو کې د حماس د جنګیالیو د استوګنې یو تونل، په لسګونه د قومندې او څارنې پوستې، د هاوان او د تانک ضد توغندیو د ویشتلو ځایونه دي.

رویترز څرګنده کړې، چې سمدستي دا راپورونه تائیدولی نه‌شي.

Trending

Exit mobile version